كستان اطاليه سره پخوانۍ اړيكې لري۔ پاكستان اطاليه سره دفاعي تربيتي او اداره جاتي مرسته لا زياتول غواړي

image
APP52-08 ISLAMABAD: October 08 - President Dr. Arif Alvi conferring the Nishan-i-Imtiaz (Military) upon Chief of Staff of the Italian Air Force Lt. Gen. Enzo Vecciarelli at the Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 08اکتوبر (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي د اطاليه هوائي ځواك مشر لېفټېننټ جنرال انزو وسیارلی ته د نشان امتیاز (ملټری) درناوې وربخښلے دے۔ هغه ته دا اعزاز د ګل په ورځ ايوان صدر كښې يوه دستوره كښې وركړې شو۔ په دې موقع د پاك هوائي ځواك مشر ایئر چیف مارشل مجاهد انورخان او سينئر عسكري او سول چارواكي موجود وو۔ اولس مشر ووئيل پاكستان اطاليه سره پخوانۍ اړيكې لري۔ ده اطالوی ایئرچیف ته د نشان امتیاز (ملټری) په وركولو مباركي وركړه۔ ده ووئيل پاكستان اطاليه سره دفاعي تربيه او اداره جاتي مرسته لا زياتول غواړي۔ اولس مشر پاكستان څخه د ترهګرۍ او انتها خوښۍ ختمولو له د خپل عزم پخلې وكړو۔ اطالوي ایئر چیف د اولس مشر ٬ حكومت او اولس څخه د نشان امتياز (ملټري) په ترلاسه كېدو مننه وكړه۔ هغه ووئيل سباؤن كښې به د اطاليه او پاكستان ترمينځھ اړيكې لا قوي شي

مضمون کا ماخذ : سلاٹ فادر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں