ولي عهد ځان ته پاكستانې سفير وئيلو سره د اولس زړونه ګټلي۔ د وزيراعظم ټويټ

image

اسلام آباد ۔ 18 فروری (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د پاكستاني اولس زړونه ګټلي دي۔ په خپل ټويټ كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل تېره ورځ كله چې ما سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان ته ووئيل چې سعودي عربستان كښې كار كوؤنكو 25 لكهه پاكستاني وګړو سره دې د خپلو سعودي وګړو په ډول سلوك وكړې شي نو ددې په ځواب كښې هغه ووئيل زه دې سعودي عربستان كښې د پاكستان سفير وګڼلې شم۔ وزيراعظم ووئيل په دې وېنا سعودي ولي عهد د پاكستاني اولس زړونه وګټل۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں