د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي ټوكيو كښې پاكستانيانو ته خطاب

image

ټوکیو ۔ 22 اپریل (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاكستان د اقتصادي پرمختګ او په معاشي توګه په خپلو پښو د اودرېدو په تږ لاره عمل كوي۔ د هېواد پرېښودونكو خېر ښېګړې ته مونږ پام لرنه كوو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ ټوكيو كښې پاكستانيانو ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل ټوله نړۍ كښې هېواد پرېښودونكي كه يو اړخ ته د هېواد په پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كوي نو بل اړخ ته دوئي د پاكستان نمائندګي هم كوي۔ ده ووئيل زمونږ مقصد اقتصادي هلې ځلې زياتولو سره هېواد كښې د روزګار موقعې راپېدا كول دي۔ هېواد پرېښودونكو ته غوره آسانۍ وركولو او دوئي ته د پېښو ستونزو لرې كولو له ګرده نړۍ كښې ټولو پاكستانو سفارتخانو ته ضروري سپارښتنې شوي دي۔ ده ووئيل په اقتصادي او معاشي توګه مستحكم پاكستان زمونږ منزل دے

مضمون کا ماخذ : سلور لائونیس 4x ضرب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں