ډيجيټل او نوره ضروري پوهه د ځوانانو د روزګار موقعو زياتولو لپاره ضروري ده

image

اسلام آباد 28 مارچ (اے پی پی)د انفارمېشن او ټېلي كميونيكېشن وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول صديقي وئېلي دي ډيجيټل او نوره ضروري پوهه د ځوانانو د روزګار صلاحيت زياتولو لپاره ضرورې ده ۔وفاقي وزير د دې خيالاتو څرګندونه د ځوانانو لپاره د وزيراعظم خاص چارو مرستيال عثمان ډار سره خپل دفتر كښې د ملاقات په مهال كړی۔وفاقي وزير خالد مقبول صديقي د عثمان ډار په خپل دفتر كښې هركلے وكړو او د ځوانانو د تربيې په چارو ئې خبرې وكړوې۔ د ځوانانو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال عثمان ډار وفاقي وزير خالد مقبول صديقي ته د نېشنل يوته ډوېلپمنټ پروګرام او اسټار اپ پاكستان پیل په اړه خبرو كښې ووئيل نېشنل يوته ډوېلپمنټ پروګرام به ډېر زر پېل كړی شي

مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں