د وزيراعظم عمران خان د امريكې دورې سره د شين پاسپورټ په نړۍ كښې عزت لا زيات شوے

image
APP03-29 ISLAMABAD: July 29 - Federal Minister for Communications and Federal Minister for Postal Services, Murad Saeed talking to media at the launching ceremony of E-Governance Initiative’s E-Billing System at NHA Headquarters. APP photo by Irfan Mahmood

اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان د امريكې دورې سره د پاكستان د شين پاسپورټ په نړۍ كښې عزت لا زيات شوے ٬ وزيراعظم د امريكې مشرتابه سره د برابرې په بنياد خبره كړې٬ ده د مرستې په ځائ د تجارت خبره كړې٬ په زندان كښې د موجود پخواني نااهله وزيراعظم پشمول نور دې لوټ كړې پېسه بېرته وركړي او بيا چې چرته غواړي لاړ دې شي٬ د اپوزيشن جمهوريت يوازې ډرامه ده٬ دوي سره د پاكستان فكر نشته٬ عمران خان چې په كوم انداز كښې د پاكستان مقدمه وړاندې كړې٬ بايد ايوان او قام ئې ستائنه وكړي۔ د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې وفاقي وزير د مخالفې ډلې مشر د نكاتو په ځواب كښې ووئيل ټول قام په خپلو شهيدانو او په پاك پوځ فخر كوي او ټول قام د دوي قربانيو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوي۔ ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان د امريكې په دوره او د پاكستان د تېر وخت مشرانو د امريكې په دوره كښې ډېر فرق دے٬ وړاندې به د كشمير خبره نه كېدله۔ ده ووئېل په وكي لېكس كښې انكشاف شوے ؤ چې يوسف رضا ګېلاني د امريكې سفير ته وئيلي وو چې تاسو ډرون بريدونه روان اوساتئ٬ مونږ به غلې يو۔ ده ووئيل مخكښې به چې وزيراعظم د امريكې دوره

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعداد و شمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں