اسلام آباد 20 جنوری (اے پی پی) د وزیراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي وزیراعظم عمران خان په دوو مهمو قامی چارو خپل ایګزیکټو اختیارات پارلمان له ورکړي، د ریاستی ادارو تحفظ زمونږ ذمه واري ده، د حکومت سره سره اپوزیشن هم د قامی سلامتیا ضامن دے٬ وزیراعظم معاشی استحکام، کاروبار كښې آسانيو ، روزګار او د دولت پیدا کولو په موقعو لټولو تږلاره عمل كوي، په هغه د پاکستان د 22 کروړ اولس، سيمه او اسلامي هېوادونو باور لري ، هيله لرو چې پارلمان به په اتفاق د آئيني مسئلې مستقل حل راوباسي ٬ د سرلښكر د ملازمت موده كښې پراختيا لپاره د دفاع وزير خپل اختیارات كارولې۔ دې د زيارت په ورځ د براق هائی ټيك سروسز جاري كولو دستورې ته خطاب کولو۔ د وزیراعظم خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د قامی سلامتیا ادارو په حقله بايد مونږ ذمه وار كردار ترسره كړو، قامی سلامتیا ، استحکام ، وقار او تشخص تحفظ ته پام لرنه زمونږ ذمه واري ده۔ دې ووئيل وزیراعظم عمران خان خپل ایګزیکټو اختیارات دوه قامي چارو حل کولو له پارلمان ته ورکړي، د اپوزیشن ټول ګوندونه هم د قامی سلامتیا او د قامی ګټې دومره ضامن دي څومره چې حکومت۔ خاص مرستيالې ووئيل د قامی شناخت بايد د سیاست څخه پاك وي۔ دې ووئيل قامی او عسکری قیادت په ګډه د نوي سوچ او تشخص سره د هېواد معيشت مستحکم کوي۔ دې په مهمو قامی چارو د میډیا ذمه وار کردار په حاجت زور راوړلو سره ووئيل د پاکستان میډیا عمر له په قامی ایشوز او د هېواد ګټېله مثبت کردار ترسره كړې ھيله لرو چې په دې چارو به هم ميډيا خپل مثبت کردار ترسره كړي۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيان د خپل هېواد پرمختګ او سوكالۍ له لوظي دي۔ دې ووئيل وزیراعظم عمران خان هېواد په معاشی توګه مستحکمولو سره سره کاروبار كښې آسانۍ پيدا كولو ، روزګار او د دولت پیدا کولو موقعو په ايجنډا عمل كوي ۔ دې ووئېل نوې كال پيل شوې دا به د ریلیف او سوكالۍ كال وګرځي، وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې بې وسه طبقو له د هغوي حق وركولو ته پام لرنه كېږي۔ خاص مرستيالې ووئيل د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې هېواد په محفوظه لاسونو كښې دے، وزیراعظم شپه ورځ هڅي كوي۔ دې ووئيل زمونږ ځوانان زمونږ حقیقي قوت دے، سمندر پورې پاكستانيان چې د پرمختګ لپاره كوم كردار ترسره كوي هغه د ستائنې وړ دے