د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د شپږم قامي پارليمنټرين ډوېلپمنټ كورس ګډون كوونكو سره خبرې

image

اسلام آباد 13 دسمبر(اے پی پی)اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي پارليمان د قوي او فعاله پاكستان لپاره د ملا د تير حېثيت لري او د عام وګړي غږ دے ۔هغه د شپږم قامي پارليمنټرين ډوېلپمنټ كورس ګډون كوونكو سره خبرې كولې چا چې د زيارت په ورځ ايوان صدر كښې هغه سره ملاقات كولو۔اولس مشر د پاكستان انسټي ټيوټ فار پارليمنټرين سروسز د معياري تربيې كردار وستائېلو او په دې خبره ئې زور راوړو چې زمونږ پلار نيكه د پاكستان لپاره يو جمهوري هېواد تصور لرلې ۔د پاكستان آئين صدر٬سېنېټ٬قامي اسمبلي او صوبائي اسمبلو كردار متعين كړې ۔ده ووئيل د پارليمان غړي بېلا بېل پس منظر لري او دا تنوع زمونږ د جمهوريت ښكلا او مضبوطي څرګندوي۔اولس مشر هيله څرګنده كړه چې كورس كښې ګډون كوونكي به ترلاسه كړې پوهه د پارليمان كاروائي په ښه ډول چلولو او د پارليمان د غړو معاونت لپاره وكاروي۔پاكستان انسټي ټيوټ فار پارليمنټري سروسز پارليمانې غړو ته د قانون سازۍ٬تحقيق او د كار استعداد زياتوالي لپاره تربيه وركوي۔دغسې سكرټرېټس كښې د كار كوونكو ملازمانو د كار استعداد زياتوالي خذمات ترسره كوي دغسې چې هغوي مهمو څانګو كښې د څارنې٬قانون سازۍ٬نمائندګي او پالېسي ګائيډنس په اړه د ښې كاركردګۍ لپاره د پارليمان غړو معاونت وكړي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کھیلنے کا طریقہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں