پاکستان او المان د سوشل هېلت پروټېكشن فېز ټو له مخې د 2160.48 مېليونه روپو ماليت په لوظنامو لاسليك وكړو

image
APP38-25 ISLAMABAD: July 25 - Secretary, Economic Affairs Division, Mr. Noor Ahmed and Minister / Deputy Chief of Mission (Charge d’ Affairs), Embassy of Japan, Islamabad, Mr. Yusuke Shindo sign a Grant Agreement between Government of Pakistan and Government of Japan amounting to JPY 322.00 million for “Human Resource Development Scholarships” for the academic year 2020. Federal Minister for Economic Affairs, Mr. Muhammad Hammad Azhar. APP

اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي) پاکستان او المان د سوشل هېلت پروټېكشن فېز ټو له مخې د 2160.48 مېليونه روپو ماليت په لوظنامو لاسليك كړې دې٬ لوظنامې له مخې به جرمن ډويلپمنټ بانك (کے اېف ډبليو) ګلګت بلتستان او خېبرپښتونخوا د 2.6 مېليونه يورو او د 9.4 مېليونه يورو ترتيب سره معاونتي ګرانټ وركوي او دا به په مجموعي توګه د 12 مېليونه يورو ماليت وي۔ په لوطنامه د اقتصادي چارو ډويژن سېكتر نور احمد او د كے اېف ډبليو كنټري ډائرېكټر وولف ګېنګ موئلر لاسليك وكړو۔ په دې موقع د اقتصادي چارو وفاقي وزير محمد حماد اظهر موجود ٶ۔ وفاقي وزير محمد حماد اظهرخپلو خبرو كښې د المان حكومت مننه كولو سره ووئيل ګرانټس سره به ګلګت بلتستان او خېبر پښتونخوا كښې د صحت عامه مسئلو مخنيوي كښې مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئيل د پاکستان واكمن په دې ډول منصوبو كښې د المان د حكومت خوښۍ ته په درنه سترګه ګوري۔ ده ووئيل مونږ هيله لرو چې سږ كال به برلن كښې د دواړو حكومتونو ترمېنځه په مذاكراتو كښې د دوه اړخيزه اړيكو په وده كښې لا مرسته ترلاسه شي

مضمون کا ماخذ : جنگل کی روح: جنگلی کی کال
متعلقہ مضامین
مزید خبریں