د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي سره د روسيې د بحريه كمانډر ان چيف ملاقات وكړو

image

اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي سره د روسيې د بحريه كمانډر ان چيف اېډمرل نكولئي اناطوليئوېچ يومينوف ملاقات كړے او ورسره ئې د شريكې خوښې په چارو او د دواړو هېوادونو د بحري ځواكونو ترمېنځه د مرستې په زياتولو خبرې كړې دي۔ د پاك بحريه وياند له مخې د روسيې د بحريه كمانډر ان چيف په اسلام آباد كښې د نيول هېډكوامرز دوره وكړه چرته چې د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي د معزز مېلمه هركلې وكړو۔ هغه ته په روايتي انداز كښې ګارډ آف آنر وړاندے كړے شو۔ ده د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو او پرنسل سټاف آفيسر سره معرفي كړے شو۔ په دې موقع د پاك بحريه مشر په منطقه كښې سمندري سلامتيا او امن باوري كولو او د ترهګرې په ضد جنګ كښې د پاكستان په كردار رڼا واچوله۔ د دې نه پس هغه ته بريفنګ وركړے شو چې پكښې هغه په مقبوضه كشمير كښې د هند په جارحيت د پاكستان د دريځ نه خبر كړے شو۔ معزز مېلمه په منطقه كښې د بحري امنيت او استحكام په اړه د پاك بحريه هڅې وستائيلې۔ د روسيې بحريه د كمانډر ان چيف دې دورې سره به د دواړو هېوادونو او په خاص توګه د بحري ځواكونو ترمېنځه دوه اړخيزه مرسته وده وكړي

مضمون کا ماخذ : پاور بال
متعلقہ مضامین
مزید خبریں