د وزيراعظم د تجارت مرستيال عبدالرزاق داٶد سره محمد عثمان ډار وليدل

image

اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم د تجارت خاص مرستيال عبدالرزاق داٶد سره د ځوانانو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال محمد عثمان ډار ليدلي دي ۔ د نهې په ورځ په ترسره شوي ملاقات كښې د ينګ انټرپرېنيور شپ سيكم په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې عثمان ډار ووئيل د دې سيكم له مخې به ځوانانو ته كاروبار لپاره قرض وركولې شي او په دې لړ كښې د كوچنو او د مېنځنۍ درجې صنعتونو لپاره د صنعت او پېداوار وزارت ادارې سميډا مرسته ډېره مهمه ده ۔ ده ووئيل سميډا به د هېواد ټول ينګ انټرپرېنيورز ته هر ډول ممكنه آسانۍ وركوي چې ورسره به ځوانانو ته په كاروبار كښئ آسانۍ ترلاسه شي۔ د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داٶد ووئيل ينګ انټرپرېنيورشپ سكيم يو احسن اقدام دے او دې سره به د هېواد ځوانانو ته ګټه ورسي۔ ده ووئيل د صنعت او پېداوار وزارت او سميډا به د دې سكيم بشپړه مرسته كوي۔ ده ووئيل د هېواد په معاشي پرمختګ كښې د ځوانانو كردار مهم دے

مضمون کا ماخذ : como jogar lotofácil