د غنمو د برآمد كولو کومه پريكړه نه ده شوې،د پي ټي آئي په دور كښې اول غنم او بيا چيني برآمد او بيا درآمد کړے شول ۔وزيراعظم شهباز شريف

image

اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي د غنمو د برآمد کومه پريكړه نه ده شوې،د پي ټي آئي په دور كښې اول غنم او بيا چيني برآمد او دغې نه پس بيا درآمد کړے شول، په اربونو او كهربونو روپۍ چرته لاړې،هغه د تاريخ برخه ده۔د شورو په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر عمر ايوب خان د اړخه د پورته كړو نکات په ځواب كښې وزيراعظم سپيکر سردار اياز صادق ته په مخاطب کيدو سره ووئيل د سپيکر په حېث دا ستاسو آئيني ذمه واري ده او دا ستاسو سخاوت هم دے چې ليډر آف اپوزيشن له د وينا موقع وركوې ٬ ده ووئېل پخوانے سپيکر اسد قيصر چې كله سپيکر ؤ نو هغه به د مخالفې ډلې مشر له د خبرې كولو اجازه هم نه وركوله،دغه د ريكارډ برخه ده۔ وزيراعظم ايوان ته ووئيل د غنمو د برآمد کومه پريكړه نه ده شوې۔ ده ووئيل دا هم د ريكارډ برخه ده چې په پخواني دور كښې غنم او چيني اول برآمد او بيا غنم او چيني درآمد کړے شوي،په اربونو او كهربونو روپۍ چرته لاړې، هغه هم د تاريخ برخه ده۔

مضمون کا ماخذ : نتیجہ بہت زیادہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں