د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان نجي ټي وي چېنل سره خبرې

image

اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د پاكستان تحريك انصاف حكومت به د كوم فرق نه بغېر هر وګړي ته انصاف وركوي٬ پي ټي آئي د قانون په بالادستې باور لري۔ د خالي په ورځ يو نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې هغې ووئيل چې د پخواني وزيراعظم نواز شريف د نزدې سلاكار عرفان صديقي ګرفتارې د كرايه دارې قانون له مخې شوې۔ هغې ووئيل چې د تحريك انصاف حكومت د اپوزيشن په ضد په روانو مقدمو كښې په هېڅ صورت برخه نه دے۔ د پاكستان عدالتونه په مكمل توګه آزادي لري او بايد د پرېكړو ئې ټول احترام وكړي۔ هغې د مخالفې ډلې لخوا د امتيازي سلوك تورونه رد كړل او وې وئيل چې د كرايه دارې قانون مسلم ليګ ن جوړ كړے و او دا ټولو وګړو لپاره دے۔ هغې ووئيل چې عرفان صديقي او د هغې كورنۍ سره به كومه ناانصافي نه كېږي۔ د پي ټي آئي حكومت د قومي ادارو احترام كوي او كومه پټه پاليسي نه لري۔ هغې ووئيل چې ټولې ادارې خپلواكه كول زمونږ مشن دے او دې لپاره به څه وخت پكار وي۔

مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں