د سعودي ولي عهد شهزادہ محمد بن سلمان وزیراعظم هاؤس ته په رارسېدو تود هركلې ٬ده ته ګارډ آف آنر وړاندې كړې شو

image
APP22-15 RAWALPINDI: February 15 - A view of billboard containing images of Saudi Crown Prince Mohammad Bin Salman along with Prime Minister Imran Khan and President Dr. Arif Ali in connection with the visit of crown prince at Airport Road. APP photo by Abid Zia

اسلام آباد 17 فروري(اے پي پي) د سعودي ولي عهد شهزادہ محمد بن سلمان وزیراعظم هاؤس ته په رارسېدو تود هركلې وشو۔ په دې موقع د ولي عهد په درناوي كښې په باضابطه توګه د استقباليې دستوره هم وشوه او سعودي ولي عهد ته په وزيراعظم هاٶس كښې ګارډ آف آنر وړاندې كړې شو۔ سعودي ولي عهد شهزادہ محمد بن سلمان وزیراعظم عمران خان سره د هوائي مېدان نه وزیراعظم هاؤس ته راورسېد۔ په دې موقع د وسله وال ځواكونو يوې چټك ډلې ګران مېلمه ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔ د دواړو هېوادونو قامي سرودونه هم وغږولې شول۔ شهزاده محمد بن سلمان د ګارډ آف آنر معائنه وكړه او د دې نه پس وزیراعظم عمران خان خپلې كابينې سره معرفي كړو۔ د سعودي ولي عهد هم خپلې كابينې او د پلاوي غړي وزيراعظم عمران خان سره معرفي كړل۔ شهزاده محمد بن سلمان په دې موقع د وزيراعظم هاٶس په لان كښې يادګاري بوټې هم نال كړو

مضمون کا ماخذ : پاور بال جیک پاٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں