د مئي تر پائې به د اسلام آ باد په ټولو سكولونو كښې داخله باوري كولې شي۔ د تعليم وزير دستورې ته وېنا

image

اسلام آباد 19 اپرېل (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي د تعليم نه غېر هېواد پرمختګ نه شي كولې٬ حکومت د سکول تللو د عمر ټولو ماشومانو ته په سكولونو كښې داخله باوري كولو لپاره اقدامات كوي٬ د مئي تر پائې به د اسلام آ باد په ټولو سكولونو كښې داخله باوري كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د رهنما فېملي پلاننګ اېسوسي اېشن آف پاكستان تر سېوري لاندې د “وش ټو اېكشن” پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع ده د غېر سركاري تنظيم د اقداماتو ستائنه كولو سره ووئيل حكومت به د هېواد په بهترۍ كښې په پورته كېدونكو اقداماتو كښې د دوي بشپړه مرسته او ملګرتيا كوي ۔ ده ووئيل د ټولو مسئلو بنيادي وجه ناخواندګي ده٬ د سكول د تللو د عمر 2 كروړه ماشومان د سكولونو نه بهر دي٬ مونږ د دې وجوهاتو درك لګوٶ چې مور پلار خپل ماشومان ولې سكولونو ته نه لېږي٬ د دغې وجوهاتو مخنيوي به كولې شي۔ ده ووئيل د خواندګۍ شرح بهترۍ نه غېر هېواد پرمختګ نه شي كولې۔ ده ووئيل د يوې سروے له مخې يوولس زره ماشومان په اسلام آباد كښې سكولونو ته نه ځي٬ د دې ماشومانو سكولونو كښې په داخله كار روان دے٬ تر اوسه 5 زره ماشومان داخل كړې شوې او د مئي تر پائې به د ماشومانو داخله باوري كولې شي۔ ده ووئېل د”وش ټو اېکشن‘‘ فیملی پلاننګ پروګرام دريو كالو لپاره په فېصل آباد، چکوال، ملتان، مظفر ګړھ، پېنډۍ٬ بدین، کوئټه، کوهاټ، مردان، هری پور او مظفرآباد كښې پېل كړې شوې چې پكښې به ځوانانو ٬ مغذوره او بې وسه كورنيو ته د منصوبه بندۍ سروسز وركولې شي۔ په دستوره كښې د فېملي پلاننګ او صحت څانګو مشرانو او چارواكو ګډون وكړٶ۔ په دې موقع سناتوره نجمه حميد او نورو سياسي او سماجي شخصيات هم موجود وو

مضمون کا ماخذ : prêmios dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں