د پاك پوځ وياند مېجر جنرال آصف غفور د هند بې بنسټه ادعاګانې يو ځل بيا بې نقابه كړې٬ زمونږ ځواب به مختلف وي٬ هند دې زمونږ د ځوابي كاروائۍ او سرپرائز انتظار وكړي

image

پېنډۍ 26 فروري (اے پي پي) د پاك پوځ وياند مېجر جنرال آصف غفور د هند بې بنسټه ادعاګانې يو ځل بيا بې نقابه كولو سره واضح كړه چې زمونږ ځواب به مختلف وي٬ هند دې زمونږ د ځوابي كاروائۍ او او سرپرائز انتظار وكړي٬ سیاسي ،عسکري او د سفارت پشمول به په هر محاذ به ځواب وركولې شي٬ د ناسمو ادعاګانو ځواب به په رښتيا وركوٶ٬ هند ته چېلنج وركوٶ چې ھغوي 21 دقيقې د پاكستان په فضائي حدودو كښې ايسار شي۔ د نهې په ورځ د آئي اېس پي آر ډائرېكټر جنرل مېجر جنرال آصف غفور ميډيا ته د بريفنګ په مهال د هند په بېلا بېلو ميډيا چېنلو خپرې شوي سرخۍ هم وښودلې كومو كښې چې دا ادعا شوې هندي الوتكې تر 21 دقيقو په آزاد كشمير كښې وي٬ بلخوا دا هم ووئيل شول وړومبې سټرائيك په 3 بجې او 45 دقيقو نه تر 53 دقيقو ٬ دوېم سټرائيك د درېو بجو 48 دقيقو نه تر درېو بجو 55 دقيقو او درېم سټرائيك د درېو بجو نه 58 دقيقو نه تر 4 بجو او 4 دقيقو دوام لرلو ٬ هند وړومبې پاكستان په بېلو دوو ځايونو مشغول كړو خو بيا ئې په كشمير كښې په درېم ځائ دراندازي وكړه، دا د هند ادعاګانې وي٬ وياند ووئېل د اللہ پاك ذات ډېر لوے دے٬ كه هند همت لري نو را دې شي او د پاكستان په حدودو كښې دې 21 دقيقي ايسار شي۔ ده ووئيل د تېرو څو ورځو راهسې د پاكستان او هند ترمېنځه حالات كړكېچن وٶ٬ كومې ورځې څخه چې اړې ګړې پېل شوې د جنګ د تيارۍ د طريقه كار له مخې زمكيز ځواك ٬ فضائي او بحري ځواكونو اقدامات پېل كړي٬ ده ووئېل په لائن آف كنټرول زمونږ ځواكونه موجود دي٬ كله چې هندي پوځ د زمكې لاره خپلوي نو هم ھغه ځواب ورته وركړې كېږي د كومې چې مونږ منصوبه لروو۔ ده ووئيل د نادانه دوست نه اوښيار دښمن ښه وي٬ زمونږ بد مرغي ده چې زمونږ ګاٶنډي هېواد هند په دښمنۍ كښې د بې وقوفۍ او د دروغو لار اخلي٬ ده ووئېل راشۍ او د پاكستان په حدودو كښې د تر 21 دقيقو ايسار شئ۔ ده ووئيل وزیراعظم ووئيلي وٶ كه بريد اوشو نو د ځواب به سوچ نه كوٶ بلكې ځواب به وركوٶ۔ ده ووئيل د فرورۍ په 14مه نيټه چې كله اړې ګړې زيات شو نو زمونږ فضائي هم د معمول له مخې فضائي پېټرولنګ كولو ٬ کمبټ اېئر پېټرولنګ په مهال الوتكه په فضا كښې پاتې كېږي٬ د 14مې فرورۍ نه پس كېمپ مشن په فضاء كښې دے ۔ وياند ووئيل د هند فارمېشن د څلور نه تر پنځه ناټيكل ميل دننه راغلې كوم چې د پاكستان ايئر فورس چېلنج كړو ٬ هندي ځواكونو د ستنېدو په مهال لوډ ډراپ كړې٬ څلور بمونه ئې په جبه سيمه كښې غورځېدلي۔ ده ووئيل د شپې هم زمونږ كمبټ مشن نزدې ٶ كله چې په سيالكوټ كښې په وړومبي ځل هندي الوتكې په رېډار راغلې٬ ايئر فورس دوي چېلنج كړل خو ھغوي رانزدې نه شول او پخپل حدود كښې پاتې شول ۔ وياند ووئيل دوېم هندې فارمېشن اوكاړه بهاولپور سېكټر كښې رېډار واغستل٬ كه دوي زمونږ په يو ملټري پوزيشن سټرائيك كړې وې نو هوائي جنګ به كېدو٬ كه دوي په مورچه بريد كولو نو پوځ او هوائي ځواك چمتو ولاړ ؤؤ٬ ده ووئېل كه د پوځ په پوستو بريد كېدو نو په يونيفارم كښې اهلكار به شهيدان كېدل ٬ خو د هغوي مقصد سوېلين په نښه كول وٶ دغسې چې ادعا وكړې شي چې هغوي د ترهګرو په كېمپونو بريد كړې۔ ده ووئيل لائن آف كنټرول ته په راتګ او په ستنېدو څلور دقيقې وخت لګېدلې٬ كه په اېل او سي ئې بريد كولې نو هوائي جنګ به كېدو كوم چې اونه شو۔ ده ووئيل هند د 350 نه د زياتو ترهګرو د وژنې ادعا كړې خو زه وائم چې يوه ښخته هم نه ده ماته شوې ٬ كه هلته وداني وه يا لس كسان وژلې شوې وو نو ملبه به وه ٬ مړي به و ٶ٬ وينه به وه خو دروغ پښې نه لري۔ جنرال غفور ووئېل مونږ وړاندې هم د هند دروغ بې نقابه كړې او بيا به ئې هم كوٶ او مونږ به د هند د دروغو په رښتيا ځواب وركوٶ

مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں