د تيرو 24 ساعتونو په مهال كورونا وائرس 4525 كيسونه رامخي ته شوي ،41 كسان مړه شوي، تر ټولو زيات كسان خېبرپښتونخواه نه پس په پنجاب كښې مړھ شوي، نېشنل كمانډ اينډ آپريشن سېنټر

image

اسلام آباد 29 مارچ (اے پي پي) د تيرو 24 ساعتونو په مهال كورونا وائرس له امله خېبرپښتونخواه نه پس پنجاب كښې تر ټولو زيات كسان مړه شوي۔ ټول هېواد كښې تيرو 24 ساعتونو په مهال كورونا وائرس له امله 41 كسان مړه شوي چې پكښې 12 كسان په وينټيليټرز وو۔نېشنل كمانډ اينډ آپريشن سينټر د اړخه جاري شوي شميري له مخي تيرو 24 ساعتونو په مهال ټول هېواد كښې 4 زره 525 كسانو كووډ۔ 19 ټيسټ مثبت راغلې۔د هېواد 4 لويو ښارونو كښې په وينټيليټرز د كووډ۔ 19 رنځورانو تناسب په لحاظ سره ملتان كښې 67 فيصده,لاهور كښې 52 فيصده،ګوجرانواله كښې 60 فيصده او اسلام آباد كښې 64 فيصده رنځوران دي۔دغسي د هېواد لويو ښارونو كښې آكسيجن آسانۍ لرونكي كټونو د كورونا مثبت كيسونو تناسب په لحاظ سره پېښور كښې 78 فيصده،سوات كښې 73 فيصده،ګجرات كښې 70 فيصده او ګوجرانواله كښې 85 فيصده رنځوران دي۔تيرو 24 ساعتونو په مهال كورونا 40 زره 369 ټيسټونه شوي چې پكښې سندھ كښې 9 زره 140, پنجاب كښې 15 زره 780, خېبرپښتونخوا كښې 8 زره 196, اسلام آباد كښې 5 زره 359, بلوچستان كښې 758,ګلګت بلتستان كښې 377, آزاد كشمير كښې 759 ټيسټونه شامل دي۔ تر اوسه ټول هېواد كښې كووډ۔19 څخه ښه شوي كسانو شميره 5 لكهه 98 زره 197 ته رسيدلي۔ بلوچستان،ګلګت بلتستان او آزاد كشمير كښې كووډ۔19 كوم هم رنځور دا مهال په وينټيليټرز نشته دغسې ټول هېواد كښې كووډ۔19 لپاره بيل شوي وينټيليټرز 387 رنځوران دي۔ ټول هېواد كښې كووډ۔19 ايكټو كيسونو شميره 46 زره 663 ده۔ ټول هېواد كښې كورونا وائرس له امله ځپلې شوي كسانو شميره 6 لكهه 59 زره 116 ده چې پكښې آزاد كشمير كښې 12 زره 484, بلوچستان كښې 19 زره 525, ګلګت بلتستان كښې 5 زره 10، اسلام آباد كښې 56 زره 450, خېبر پښتونخوا كښې 85 زره 531، پنجاب كښې 2 لكهه 15 زره 227 او سندھ كښې 2 لكهه 64 زره 889 رنځوران دي۔ ټول هېواد كښې كووډ۔19 له امله مړه شوي كسانو شميره 14 زره 256 ده چې پكښې سندھ كښې 4 زره 491 كسان مړه شوي ۔ پنجاب كښې 6 زره 246 دغسې تيرو 24 ساعتونو په مهال 16 رنځوران روغتونونو كښې او يو رنځور په كور كښې د قرنطينه په مهال د دې وائرس له امله مړ شوي،خېبر پښتونخوا كښې 2 زره 301 دغسې تيرو 24 ساعتونو په مهال 17 رنځوران روغتونونو كښې دغسې يو رنځور په كور كښې قرنطينه په مهال د دې وائرس له امله مړ شوي،اسلام آباد كښې 561 كسان مړه شوي دغسې تيرو 24 ساعتونو په مهال 2 رنځوران روغتونونو كښې د دې وائرس له امله مړه شوي،بلوچستان كښې 206 كسان ، ګلګت بلتستان كښې 103 كسان ، آزاد كشمير كښې د دې وائرس له امله 348 كسان مړه شوي دغسې تيرو 24 ساعتونو په مهال 3 رنځوران روغتونونو كښې او يو په كور كښې د قرنطينه په مهال د دې وائرس له امله مړ شوي۔تر اوسه ټول هېواد كښې د كورونا يو كروړ 10 لكهه 7 زره 95 ټيسټونه شوي۔ټول هېواد كښې كووډ۔19 درملني لپاره بيل شوي 631 روغتونونو كښې 3 زره 648 رنځوران بستر دي۔

مضمون کا ماخذ : مڈاس گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں