وزيراعظم د قامې روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا د ډينګي مخ نيوي په اړه غونډې ته وېنا

image
APP05-04 ISLAMABAD: October 04 - Special Assistant To The Prime Minister On National Health Services, Regulations & Coordination, Dr. Zafar Mirza chaired high level meeting regarding dengue. APP

اسلام آباد 04 اكتوبر (اے پی پی) د وزيراعظم د روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا وئېلي دي ډينګي رنځورانو ته په روغتونونو كښې د وړيا درملنې غوره آسانۍ وركولې شي٬د ډينګي خاتمې لپاره مؤثره ګامونه پورته كوو ٬د ټول هېواد روغتونونو څخه 19 زره رنځوران ښو طبي آسانيو نه وروستو ښه شوي دي ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ډينګي مخ نيوي په اړه د غونډې مشرغ كولو په مهال كړی۔په غونډه كښې د روغتيا وفاقي سېكتر ډاكټر الله بخش ملك٬د هېلت ډائرېكټر جنرل اسد حفيظ٬د روغتونونو ايګزېكټو ډائرېكټرانو او د اسلام آباد او پېنډۍ انتظاميې ګډون وكړو۔په غونډه كښې په اسلام آباد او پينډۍ كښې د ډينګي په موجوده صورتحال تفصيلي خبرې وشوې او د مخ نيوي لپاره د پورته كړو ګامونو جاج واخستلې شو۔په غونډه كشې ډاكټر ظفر مرزا ووئيل د ډينګي په موجوده صورتحال كښې ښه والې راغلې٬روغتونونو ته چې كوم رنځوران راروان دي هغوي به كومو ستونزو سره نه مخ كېږي٬وړيا طبي آسانۍ وركولې كېږي ۔ ده ووئېل مونږ د ډينګي رنځورانو لپاره په اسلام آباد كښې ښه ډاګناسټك سسټم جوړ كړی او د روغتونونو ايګزېكټو ډائرېكټرانو ته امر شوې چې هغوي په او پي ډي كښې پھ خاص توګه د ډينګي څخه بچ كېدو لپاره خاص ډاګټران مقرر كړي۔ده ووئيل د وړيا درملنې ښې آسانۍ وركړې كېږي٬ د ټول هېواد روغتونونو څخه 19 زره رنځوران د ښو طبي آسانيو نه وروستو ښه شوي۔ده ووئيل د اسلام آباد او پینډۍ انتظامې په بېړنو بنيادونو سپرې او فوګنګ كوي

مضمون کا ماخذ : میگا جیک پاٹس: کلیوپیٹرا