اولس مشر ډاکټر عارف علوي سره د پارلماني خبريالانو د اېسوسي اېشن نويو ټاكليو شوې غړو وليدل

image
APP53-10 ISLAMABAD: October 10 - President Dr. Arif Alvi in a group photo with newly elected members of Parliamentary Reporters Association at the Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي سره د پارلماني خبريالانو د اېسوسي اېشن (پي آر اے) نوې ټاكلې شوې غړو د زيارت په ورځ په ايوان صدر كښې ليدلي۔ په دې موقع اولس مشر ټولو نويو ټاكلې شوې عهدېدارو ته مباركي وركړه۔ ده ووئيل پرېس ګېلري د پارلمان يوه مهمه برخه ده او د دې معاملات په ښه ډول چلولو كښې د پي آر اے كردار ډېر اهميت لري۔ اولس مشر د پي آر اے د غړو د پارلماني كاروائۍ د كورېج ستائنه وكړه او وې وئيل چې وخت سره سره په ميډيا كښې هم د ارتقاء عمل روان دے په ګرده نړۍ كښې هپ پرنټ ميډيا معاسي پرېشر زياتېږي او سوشل ميډيا په تندۍ سره مقبولېږي۔ ده ووئيل په سوشل ميډيا كنټرول څوك نه لري چې له امله ئې په ځينو موقعو كښې د غلط خبرونو هم ترويج كېږي۔په دې موقع د پي آر اے صدر بهزاد سليمي اولس مشر د خبريالانو د مسئلو نه خبر كړل او اولس مشر د دې ستونزو هواري لپاره دوي ته باور وركړون۔ د اطلاعاتو سېكترې زاهده پروين د حكومت لخوا د خبريالانو مسئلو هواري لپاره د شويو اقداماتو نه اولس مشر خبر كړو۔(ګ ل

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں