اسلام آباد 27 ستمبر (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي چې پاكستان فن لينډ سره دوه اړخيزه اړيكو ته اهميت وركوي٬بې ګناه كشميريان د هندي استبداد څخه بچ كولو لپاره دې د فن لينډ پشمول نړيواله ټولنه خپل كردارترسره كړي٬هند په مقبوضه جمو كشمير كښې د روانو ظلمونو څخه د نړۍ پام ګرځولو لپاره د كوم جعلي فليګ آپرېشن پشان ډرامه كولې شي۔ده دا خبرې د جمعې پھ ورځ د فن لينډ خارجه وزير تيموس ويئني سره د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وكړی۔دواړو مشرانو په دې موقع په مقبوضه جمو كشمير كښې د بشري حقونو څخه په روانو سرغړونو او په منطقه كښې د امن او امان په صورتحال خبرې وكړی۔شاه محمود قرېشي فن لينډ ته درېم ځل لپاره د اروپائي ائتلاف كونسل د مشرۍ په سنبهالولو مباركي وركړه۔شاه محمود قرېشي ووئيل چې د هند لخوا د اګست په پنځمه نېټھ په جمو كشمير كښې شوي يو اړخيزه اقدامات د نړيوالو قوانينو او د ملګرو ملتونو د امنيتي كونسل د قراردادونو په ضد دي۔هند په مقبوضه جمو كشمير كښې 9 لكه پوځ په ځاې كولو سره 80 لكه كشميريان د تېرو 53 ورځو نه محصور كړي۔د مواصلاتو په ذريعو د بندېز له امله اصل حقائق نه رامخې ته كېږي خو د بشري حقونو نړيوالې ډلې چې كوم راپورونه وړاندې كوي هغه ډېر د افسوس وړ دي۔ده ووئيل چې د 53 ورځو د پرله پسې كرفيو له امله خوراك او داروګان نشته۔ده ووئيل چې پاكستان فن لينډ سره دوه اړخيزه اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬بې ګناه كشميريان د هندي استبداد څخه بچ كولو لپاره دې د فن لينډ پشمول نړيواله ټولنه خپل كردارترسره كړي٬هند په مقبوضه جمو كشمير كښې د روانو ظلمونو څخه د نړۍ پام ګرځولو لپاره د كوم جعلي فليګ آپرېشن پشان ډرامه كولې شي۔دواړو خارجه وزيرانو پھ منطقه كښې د امن او امان صورتحال په نظر كښې ساتلو سره پھ رابطه او مشوره جاري ساتلو اتفاق وكړو۔(