د برتانيې د نېشنل کرائم اېجنسۍ د لارې پاکستان 190 مېليونه پاٶنډ تر لاسه كړي

image
APP07-05 ISLAMABAD: December 05 – Special Assistant to Prime Minister on Accountability Shahzad Akbar and Federal Minister for Communications Murad Saeed addressing a press conference. APP photo by Saleem Rana

اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) احتساب لپاره د وزيراعظم سلاحكار شهزاد اکبر وئيلي دي د شهباز شريف او د ھغه د كورنۍ په اثاثو كښې د ھغوي په حكومت كښې په تندۍ سره اضافه شوې ٬ ھغه د خپلو سياسي سلاحكارو او ذاتي ملازمانو د لارې پیسې په غېر قانوني توګه بهر لېږلې ٬ د برتانيې د نېشنل کرائم اېجنسۍ په توسط سره پاکستان ته 190 مېليونه پاٶنډ تر لاسه شوي٬ د كوټلو شهادتونو په رڼا كښې نېب له په بيړه كاروائي پكار ده۔ د زيارت په ورځ وفاقي وزير مراد سعيد سره خبري كنفرنس ته خپلو خبرو كښې ده ووئيل نېب په كال 2018 كښې پلټنې پېل كړي چې پكښې دا خبره مخې ته راغلې چې د شهباز شريف٬ د ھغه كور ودانې نصرت شهباز ٬ حمزه شهباز او د كورنۍ د نورو كسانو په اثاثو كښې په تېر حكومت كښې اضافه وشوه۔ ده ووئېل د سلمان شهباز په اثاثو كښې 8 زره چنده اضافه شوې او هم په دې نتاسب سره د كورنۍ د نورو كسانو اثاثې هم زياتې شوي۔ ده ووئيل ناسم ټي ټيز كولو سره بهر څخه خپل اكاٶنټس ته پېسه راولېږلې شوه او وئې وئيل زمونږ ډكليئرډ اثاثې دي٬ دمنظور پاپړ والا، د قدير کړاهي والا او د مشتاق چينۍ والا غوندې د كسانو د لارې د ټي ټيز په نامه روپۍ منتقل شوي۔ ده ووئېل دوي د مني لانډرنګ د لارې ترلاسه روپۍ د بېلا بېلو كاروبارونو زياتولو لپاره كارولې ٬ دا كاروبار د اتفاق كاروبار نه جلا دے٬ د نېب تفتيش په مهال د دې مني لانډرنګ پحقله نوې انكشافات رامخې ته شوي۔ ده ووئيل شهباز شريف ادعا كړې وه چې د ډېلي مېل په ضد به كاروائي كوي خو تر اوسه ئې هېڅ كاروائي نه ده كړې۔ شهزاد اکبر ووئيل زه دوي لپاره قانوني او مالي مرستې لپاره چمتو يم ٬ دوي د كاغذي كمپنو د لارې د دې خبرې ثابتولو هڅه كړې چې زمونږ هر څه قانوني دي۔ده ووئېل د جي اېن سي نوې كمپنۍ درې ډائرېكټران نثار احمد ګل، ملك علي احمد او طاهر نقوي دي، چې پكښې دوه د دوي سياسي سلاحكاران او بل ذاتي ملازم دے٬ نثار احمد ګل د نېب په تحويل كښې دے۔ ده ووئېل هغه اعتراف كړې چې جي اېن سي يوه كاغذي كمپني وه كومه چې سلمان شهباز چلوله٬ دا كمپني مني لانډرنګ لپاره جوړه شوې وه٬ د جعلي سيلز څخه ثابت كړې شوې چې دغې كمپنئ 2015 نه تر كال 2017 د 7 اربه بزنس كړې۔ شهزاد اكبر ووئيل منصور انور او شعېب قمر د دوي كېش بوائز و ٶ٬ د وزيراعظم سېكټرېټ څخه دا ناوړه كار كېدلو٬ په دوي كښې يو كېش بوائے 1.25 اربه روپۍ د خادم اعليٰ په اكاٶنټس كښې جمع كوي او ھغه دا روپۍ خپلې كورودانې تهمينه دراني ته وركوي۔ده ووئېل دواړه كېش بوائز هم نيولې شوي٬ دوي د سلمان شهباز په اکاٶنټس كښې هم نغدې روپې جمع كړي٬ 96 اېچ او 55 كے ماډل ټاٶن څخه سلمان شهباز دا لېن دېن كنټرول كولو ۔ده ووئېل په دې كښې ځېنې ټي ټيز هم كارولې شوي٬ د 200 نه زيات ټي ټيز د لارې روپۍ بهر هېواد ته لېږلې شوي ۔ ده ووئيل شهباز شريف څخه په دې معامله كښې 18 پوښتنې شوي او ورته وئېلې شوي چې دا دوه سياسي سلاحكاران او ذاتي ملازمان د دوي فرنټ مېن نه وو آيا دوي د روپۍ په منتقل كولو كښې كردار نه دې لوبولې؟ او د كروړونو روپۍ ئې د جي اېن سي څخه ستاسو اكاٶنټس ته نه دي منتقل كړي ۔شهزاد اكبر ووئېل د كېش بوائز د لارې منتقل كړې شوې روپۍ د دوي په ذاتي خرڅونو نه دي لګولې شوې او آيا د جي اېن سي ډائرېكټرز

مضمون کا ماخذ : bolão lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں