د پاكستان د پرمختګ يوازينۍ لاره زده كړې ٬ زده كړې او زده كړې دي٬ وفاقي وزير مدد علي سندھي

image

اسلام آباد۔25نومبر(اے پی پی) د زده كړو او پېشه ورې تربيې وفاقي وزير مدد علي سندھي وئيلي دي چې د پاكستان د پرمختګ يوازينۍ لاره زده كړې ٬ زده كړې او زده كړې دي۔ د زده كړو وفاقی وزیر د خالي په ورځ د خاص مېلما په حېث په د نېشنل ریډنګ کنفرنس، بک فیئر او پاکستان لرننګ فېسټیول، اسلام آباد پرانسته وكړه۔ د تعليم او پېشه ورې تريبې وزارت او نېشنل بک فاؤنډیشن په ګډه د ” نن لوستونكي د سبا زده كوؤنكي” په سرخط د درې ورځني ‘پاکستان لرننګ فیسټیول’ پرانسته هم وكړه۔ په دې فيسټيول كښې نګران وفاقي وزير مدد علی سندھی د خاص مېلما په حېث ګډون وكړو۔ د پرانستې دستورې ته خپل خطاب كښې ده ووئيل د پاكستان د پرمختګ يوازينۍ لاره زده كړې دي۔ ده ووئيل په پاكستان كښې د زده كړو درې لړۍ دي ٬ سركاري ٬ نجي او مدارس كوم چې درې بېل ډول طبقات پېدا كوي۔ ده ووئيل زما تر ټولو لومړۍ ترجيح د تعليم معيار ښه كول او سكول څخه بهر ماشومان سكول ته راوستل دي۔ ده ووئيل د اسلام آباد د سكولونو او كالجونو دوره كولو څخه وروستو ماته معلومه شوه چې څومره مزل لا پاتے دے۔ ده ووئيل د اسلام آباد سكولونه او كالجونه بايد ګرد هېواد له ماډل جوړ كړې شي۔ ده ووئيل ما د ټولو صوبو پوهنتونو وائس چانسلرانو سره ملاقاتونه كړي دي دغسې چې زمونږ د پبلك ايجوكېشن سېكټر موجوده مسئلې حل كولو له يو ډول منصوبه جوړه كړې شي۔ ده ووئيل د مېرمنو د په ضد د تشدد خاتمې نړيوالې ورځې په موقعه دا ضروري ده چې مونږ د مېرمنو په ضد د هر ډول تشدد مخنيوي كولو او دوئي ته د يو ډول موقعو د وركولو عزم پخلے وكړؤ۔

مضمون کا ماخذ : raspadinha acumulada
متعلقہ مضامین
مزید خبریں