داخله وزير محسن نقوي شهيد سب انسپكټر تاج مير شاه او اے اېس آئي اكرم خان ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كړې

image

اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د پېښور په سيمه كښې د ترهه ګرو په ضد د جنګېدو په مهال د شهيدانو سب انسپكټر تاج مير شاه او اے اېس آئي اكرم خان قربانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي د خېبرپښتونخوا نرانو سپاهيانو په مړانه سره ترهه ګر وژلي۔د شورو په ورځ په خپل بيان كښې داخله وزير محسن نقوي د شهيدانو كورنيو سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونه وكړه ۔ده ووئيل شهيد سب انسپكټر تاج مير شاه او شهيد اے اېس آئي اكرم خان په جرات سره د ترهه ګرو ناوړه عزائم ناكامه كړل ۔ده ووئيل د خېبرپښتونخوا سپاهيانو په بهادرۍ سره ترهه ګر ووژل٬شهيدانو د امن لپاره بې شمېره قربانۍ وركړي۔محسن نقوي ووئيل د خېبرپښتونخوا پوليس افسرانو او ځوانانو د خپلې قيمتي وينې په تويولو د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې تاريخ رقم كړے۔ده ووئيل د ژوبل شوو اهلكارو زر روغتيا لپاره لاس په دعا يو۔

مضمون کا ماخذ : جنگل کا بادشاہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں