اسلام آباد 18 فروری (اے پی پی) اولس مشر ډاکټر عارف علوی وئيلي دي چې د پا??ست??ن او سعودی عرب قیادت د خپلو خپلو هېوادونو پرمختګ او سوكالۍ يو ډول خیالات او ویژن لري، دواړه هېوادونه خپلو ك??ې جغرافیائی لحاظ سره فاصله لري خو زمونږ زړونه يو بل سره تړلې شوې دي۔ ده د ګل په ورځ ایوان صدر كښې د سعودی ولی عهد محمد بن سلمان په درناوي كښې د ماسپخښين ميلمستيا دستورې ته خطاب کولو۔ وزیر اعظم عمران خان، وفاقی وزيران ، اعلٰی پوځي او سیاسی قیادت، سفارتکار او نور اعلٰی چارواكي هم پھ دې مهال موجود ؤ۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه ټولو عمري د باور وړ ملګري پاتې شوي دي كوم چې خپلو ك??ې د ورورولۍ او مذهب قوي خپلولې لري۔ اولس مشر هيله ولرله چې پھ هر سخت وخت كښې به دواړه هېوادونو د يو بل ملګرتيا كوي، ده ووئيل دواړه هېوادونه په جغرافیائی لحاظ سره لري دي خو زمونږ زړونه يو بل سره تړلې شوې دي۔ ده ووئيل د دواړه هېوادونو ترمينځه سپریم کوآرډینېشن کونسل جوړيدو سره به دې اړيكو ته لا وده ترلاسه شي۔ اولس مشر د سېلګرۍ په اړه د سعودی قیادت ویژن 2030 او هېواد كښې جدت لپاره معارفي كړې شوې اقدامات وستائل او هيله ئې ولرله چې د دواړو هېوادونو ترمينځه سباؤن كښې نزدې مرسته او سرمایه کارۍ لپاره نوي پړاؤنه به ډير زر ښكاره شي۔ ده ووئيل پا??ست??ن يو پرمختګ كونكې هېواد دې او د پا??ست??ن قیادت د سعودی قیادت په شان د بدعنوانۍ ختمولو او پرمختګ كولو لپاره هلې ځلې كوي۔ پا??ست??ن په مړانه د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كړې او اوس د سوكالۍ په نوې دور كښې داخلېږي۔ اولس مشر سعودی ولی عهد ته د پا??ست??ن شمالی سيمو دورې كولو بلنه وركړه۔ په دې مهال د سعودی ولی عهد شهزادہ محمد بن سلمان په خپل خطاب كښی په تود هركلې ??و كوربتوب كولو د پا??ست??نی قیادت مننه وكړه۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه خپلو ك??ې د ورورولۍ اړيكې لري او دا اړيكې د نورو لپاره د تقلید وړ دې۔ ده ووئيل دا اړيكې د دواړو هېوادونو اولس لپاره هم ګټه ور ګرځيدې شي، د پا??ست??ن او سعودی عرب مشرانو د دې اړيكو بنیاد اېښودلې دې او د پا??ست??ن جوړيدو په وخت دا اړيكې جوړې شوي۔ د سعودی ولی عهد د خپل هېواد د پرمختګ په عمل كښې د پا??ست??نیانو خذمات رامخې ته كړل۔ ده ووئيل 20 لکھ څخه زيات پا??ست??نیان د سعودی عرب په پرمختګ كښې كردار ترسره كوي۔ده ووئيل د پا??ست??نیانو لپاره د لويو لويو پروژو د لارې سعودی عرب د پرمختګ په دې عمل كښې برخه اخستي۔ له بلې پلو د پوځ يو بېنډ د بل لوګ سرودونه وغږول كوم چې د سعودی ولی عهد شهزادہ محمد بن سلمان او د هغه پلاوي وستائل۔ اولس مشر ډاکټر عارف علوی او وزیراعظم عمران خان هم پھ دې موقع موجود ؤ۔ دې نه پس اولس مشر ډاكټر عارف علوی د ایوان صدر په مرکزی دروازه ګران ميلمه ته پھ مخه ښھ ووې