وفاقي پلازمينه كښې د تركيه د نړيوالې خبر رسنې ايجنسۍ دفتر پرانسته سبا كېږي

image

اسلام آباد ۔ 10 مارچ(اے پی پی) وفاقي پلازمينه كښې د تركيه د نړيوالې خبر رسنې ايجنسۍ اناطوليه ايجنسۍ دفتر پرانسته سبا د نهې په ورځ كېږي۔ د اناطولیه پرېس ریلیز ترمخه اسلام آباد كښې د دفتر پرانستې څخه وروستو به اناطولیه نیوزایجنسی منطقه كښې خپلو نړيوالو هلو ځلو ته پراختيا وركړي۔ د پرانستې دستوره كښې به د اناطوليه نيوز ايجنسۍ سينئر انتظاميې استازي پاكستانۍ ميډيا سره اړوند خبريالانو سره د دواړو هېوادونو د ابلاغ ذريعو ترمينځھ په مرسته خبرې كوي۔ اناطولیه نیوزایجنسی د ترک ژبې سره سره انګلېسي ٬ عربي ٬ بوسنیائی، روسی، فرانسیسی، کردش، سورانی ، کرمانجی، البانین، مقدونینی، انډونیشیائی او هسپانوي ژبو كښې خبرونه او راپورونه وړاندې كوي۔ دا مهال 100 هېوادونو كښې دې ايجنسۍ سره تړلې خبرياله او مرستياله عمله خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي

مضمون کا ماخذ : ٹکی انماد
متعلقہ مضامین
مزید خبریں