د انصاف نړيوال عدالت افغانستان كښې د جنګي جرمونو كره كتنې خواستې رد كړو

image

واشنګټن ۔ 13 اپرېل (اے پی پی) د انصاف نړيوال عدالت (آئی سی سی) افغانستان كښې د جنګي جرمونو كره كتنه مسترد كړې ده۔ د امريكا خپرونې ادارې ترمخه ججانو د جمعې په ورځ د عدالت د پراسیکیوټرز لخوا افغانستان كښې د جنګي جرمونو ٬ د انسانيت په ضد د جنګي جرمونو او شخړې سره د اړوندو امريكائي ځواكونو جرمونو په اړه د بيا تفتيش كولو خواست مسترد كړو۔ د بشري حقونو ادارې هيومن رائټس واچ په دې پرېكړه ټكونه كولو سره ووئيل چې دې پرېكړې سره د ځپليو سخت زيان شوې كوم چې بې ګناه بې خطا د سنګينو جرمونو نښه جوړ كړې شوي دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې يوه مياشت وړاندې امريكائي خارجه وزير مائیک پومپیو وئيلي وو چې واشنګټن به د آئی سی سی د عملې هغه غړو وېزې منسوخ كړي يا به ورته وېزو وركولو څخه انكار وكړي كوم چې افغانستان يا كوم بل ځائې كښې د امريكائي ځواكونو د جنګي جرمونو او نور ظلم زياتي لټون كوي

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے فوائد
متعلقہ مضامین
مزید خبریں