پېښور ۔14اپرېل (اے پی پی) د خېبر پختونخوا ګورنر شاه فرمان د اسپېن سفير ريكو ديورن جمنز سره ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې چارو په شمول صوبه كښې د سرمايه كارۍ په موقعو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د خېبر پختونخوا ګورنر شاه فرمان د سپېن سفير ته خېبر پختونخوا كښې د امن صورتحال په شمول د پخوانۍ فاټا صوبه كښې د انضمام په اړه تفصيلات وړاندې كړل۔ ګورنر ووئيل خېبر پختونخوا او په خاص توګه قبائلي ضلعې د معدنياتو او د كركيلې څانګه كښې كار كوؤنكو له بلها موقعې لري۔ ده ووئيل د امنيتي ځواكونو د قربانيو او حكومتي پالېسيو په نتيجه كښې خېبر پختونخوا كښې امن بحال شوې دې۔ ده زياته كړه چې نړيوال سرمايه كار بايد د خېبر پختونخوا قدرتي وسائلو او استعداد څخه ګټه پورته كړي