د هند دوهم هائي كمشنر خارجه دفتر ته طلب ٬ د مئي په دوېمه او پنځمه نيټه د هندي ځواكونو لخوا په كنټرول لائن د جنګ بندۍ په خلاف ورزۍ سخت احتجاج

image

اسلام آباد 08 مئي (اے پي پي) د هند دوهم هائي كمشنر آهلو والا ګاورف خارجه دفتر ته بللو سره ده ته د مئي په دوېمه او پنځمه نيټه د هندي ځواكونو لخوا په كنټرول لائن د جنګ بندۍ په خلاف ورزۍ سخت احتجاج شوې دې۔ د مئي په 2مه نيټه د هندي ځواكونو لخوا په ركه چكري سېكټر كښې د ډزو په نتيجه كښې يو زلمې طاهر حفيظ شهيد او د ھغه خور طاهره ژوبل شوې ٬ او دغسې د مئي په 5مه نيټه د كنټرول لائن په هاټ سپرنګ او كوټ كوټېرا سېكټرز كښې د ډزو په نتيجه كښې نسرين بي بي او د ھغې دولس كلن زوې محمد زاهد شهيد شوې او يوه مېرمن ژوبل شوې وه۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل ووئيل هندي ځواكونو په كنټرول لائن او وركنګ باٶنډري شهري آبادي په نښه كوي٬ د كال 2017 نه تر اوسه هندي ځواكونو د 1970 څخه زيات وارې د جنګ بندۍ خلاف ورزۍ كړې دي۔ وياند ووئيل قصداً آبادۍ په نښه كول د افسوس وړ٬ د بشري وقار او د نړيوالو قوانينو خلاف ورزي ده۔ وياند ووئيل د هندي ځواكونو لخوا خلاف ورزۍ سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره خطر دي او د كومې هم تزويراتي غلط فهمۍ پېش خيمه كېدې شي۔ ده په هند زور رواړو چې ھغوي دې د كال 2003 د ډز بندۍ لوظنامې احترام وكړي٬ د جنګ بندۍ د خلاف ورزيو او د نورو پېښو دې پلټنې وكړې شي او هندي ځواكونو ته دې امر وكړې شي چې ھغوي د جنګ بندۍ د خلاف ورزيو احترام وكړي

مضمون کا ماخذ : گنہادورس دا میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں