د بلوچستان په زيارت سيمه كښې په چاودنه كښې درې كسان مړه او يو ژوبل شوے

image

كوئټه 07 جون (اے پي پي﴾ د بلوچستان په زيارت سيمه كښې په چاودنه كښې درې كسان مړه او يو ژوبل شوے۔ د سركاري ذريعو له مخې د جمعې په ورځ د زيارت په خرواري بابا سيمه كښې په يو ګاډي كښې ناڅاپي زوروره چاودنه وشوه او په نتيجه كښې ئې درې كسان مړه او يو ژوبل شو۔ ژوبل شوے تن روغتون ته رسول شوے۔ د پېښې نه پس امنيتي ځواكونو سيمه محاصره كولو سره پلټنې پېل كړې۔ د ذريعو له مخې چاودنه د ګاز سلنډر له امله شوې۔

مضمون کا ماخذ : bolão lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں