اسلام آباد۔7اګست (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې د انفارمېشن ټېکنالوجی څانګې اصلاحات او ډیجیټائزېشن لپاره په تګلاره عملدرآمد كولے شي ، زمونږ وژن دے چې هر وګړي سره دې سمارټ فون ، هر يو كور كښې دې براډ بېنډ انټرنېټ او هر كاروبار كښې دې د کیو آر کوډ سهولت موجود وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ د جی اېس ایم اېسوسی ایشن ایشیاء پېسفک مشر جولئین ګورمین په مشرۍ كښې د جی اېس اېم اے څلور كسيزه پلاوي سره خبرو كښې وكړه كوم چې وزيراعظم سره ملاقات وكړو۔ وزیراعظم پلاوي سره خبرو كښې ووئيل په پاکستان كښې د ټیلی کمیونیکېشن او انفارمېشن ټېکنالوجی ترويج حوالې سره په اسلام آباد كښې ډیجیټل نیشنل سمټ كول زيات خوشبين دي۔ ده ووئيل د آئي ټي او ټېلي كام څانګو پرمختګ لپاره وفاقي حكومت په دې مالي كال كښې تاريخي پرمختيائي بجټ بېل كړے دے۔ ده ووئيل زمونږ وژن دے چې هر وګړي سره دې سمارټ فون ، هر يو كور كښې دې براډ بېنډ انټرنېټ او هر كاروبار كښې دې د کیو آر کوډ سهولت موجود وي۔ پلاوي وزيراعظم د پاكستان په شمول په ګرده نړۍ كښې د ټېلي كام سروسز ودې حوالې سره د د جی اېس اېم اے د كردار په اړه خبر كړو۔ پلاوي پاكستان سره ډ آئي ټي او د ټېلي كام به څانګو كښې همكاري زياتولو كښې خوښي ښكاره كړه۔ په ملاقات كښې د آئي ټي وزير مملكت شزا فاطمه ، چئیرمېن پاکستان ټیلی کمیونیکېشنز اتھارټی مېجر جنرل (ر) حفیظ الرحمن او نور اعلی چارواكي موجود وو۔