پاكستان به د قائداعظم د نظريے له مخې يو جمهوري او فلاحي رياست جوړوو۔شازيه مري

image

كراچۍ 14 اګست (اے پي پي) د پاكستان پيپلز ګوند وياندي شازيه مري د آزادۍ په 78مه ورځ قام له مباركي وركولو سره وئيلي مونږ دا عهد كوو چې پاكستان به د قائداعظم د نظريے له مخې يو جمهوري او فلاحي رياست جوړوو۔دې په خپل پيغام كښې وئويل مونږ خوش نصيبه يو چې لوے څښتن مونږ له دا هېواد راكړے،پاكستان زمونږ پيژندګلو ده او زمونږ ځان هم په دې قربان دے،جمهوريت او مساوات د هېواد د بانيانو خواهشات دي كوم به چې مونږ پوره كوو۔شازيه مري ووويل په دې ورځ مونږ دا عهد كوو چې يوه داسې ټولنه به جوړولې شي چرته به چې د انسانيت قدر وي،پاكستان د تقسيم او كركې متحمل كيدے نشي،دا به د امن مركز جوړوو۔دې ووئيل مونږ له به د خپل هېواد استحكام او پرمختګ لپاره په ګډه كار كول وي،په دې خبره فخر كوو چې وړومبې متفقه آئين قام له د ګوند مشر قائد عوام شهيد ذوالفقار علي بھټو ډالۍ ده،شهيدي بينظير بھټو د 1973ء آئين بحالۍ لپاره اوږدې هلې ځلې كړي او د خپل ځان قرباني ئې وركړې۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے عمومی نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں