نن د ميليون دارو په يوه غونډه کښې يو زوړ ټيپ غږول شو او د تضاداتو څخه ډك تقريرونه وشو۔ د اطلاعاتو وفاقي وزير عطاءاللہ تارړ په عوام پاکستان پارټي ردعمل

image

اسلام آباد 06 جولائي (اے پي پي) د اطلاعاتو، خپرونو ، قامي ورثې او كلتور وفاقي وزير عطاءاللہ تارړ وئيلي دي چې نن د ميليون دارو په يوه غونډه کښې يو زوړ ټيپ غږول شو او د تضاداتو څخه ډك تقريرونه وشو، دوي تير وخت كښې د اقتدار د كرسۍ څخه بشپړه خوندونه اخستي ،د وزيراعظم، پټروليم وزير او خزانې وزير په چوكو پاتې كيدونكې نن په اعلانات د اقتدار په چوكو پاتې كيدو سره عمل ولي نه دې كړې ؟ د خالي په ورځ په عوام پاکستان پارټۍ خپل ردعمل کښې وفاقي وزير اطلاعات ووئيل تضادات څخه ډك تقريرونه كونكې تير وخت كښې د اقتدار د کرسۍ څخه بشپړه خوندونه اخستې،اولس پوښتنه كوي چې كله د هېواد په تر ټوله چوكۍ ناست ؤ هغه وخت ولي چهپ وئ ؟، د وزيراعظم، پټروليم وزير او خزانې وزير په چوكو پاتې كيدونكې نن په اعلانات د اقتدار په چوكو پاتې كيدو سره عمل ولي نه دې كړې ؟ده ووئيل څوك چې د وفا په شان صفت نه لري ، هغه به د اقدار سياست وكړي؟ده ووئيل يو پلو وائي چې اقتدار زمونږ منزل نه دې او بيا خپل ځان مسيحا هم ګرځوي۔ده ووئيل مسلم ليګ (ن) چې كله هم اقتدار كښې راغلې د اولس د ژوند معيار ئې ښه كولو سره هېواد د پرمختګ پلو روان كړې، وزيراعظم محمد شهباز شريف او د هغه کابينه شپه ورځ پاکستان په معاشي ميدان كښې ښه كولو له په زړه پورې هخې كوي۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال آن لائن خریداری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں