اسلام آباد 14جولائي (اے پي پي) د وزیر اعظم د موسمياتي بدلون صلاحكارې رومینه خورشید عالم وئيلي دي چې حکومت د صحت تحفظ لپاره د پلاسټك خطرے مخنيوي لپاره ټولو صوبائی حکومتونو سره په ګډه هر ممکن اقدامات کوي۔د موسمياتي بدلون وزارت د اړخه د اتوار په ورځ جاري شوې بيان له مخې رومینه خورشید عالم ووئيل د وزیراعظم د پلاسټك فري وژن ته عملي شكل وركولو لپاره ټول صوبائی حکومتونه د وفاق سره په ګډه ګامونه پورته كوي۔رومینه خورشید وئويل د پلاسټك استعمال کمول د ماحول ښه والي له ضروری دې۔مائیکرو پلاسټك هیومن ډائیټری اپټيك په اړه د يوې مطالعې حواله وركولو سره دې ووئيل مائیکرو پلاسټك اوس په نړيواله كچه په ماحولیاتی او په صحت اثرانداز كېږي۔د وزیر اعظم صلاحكارې رومینه خورشید عالم وئويل په زمكه كښې لاندې اوبه د پلاسټك مضر اثراتو څخه محفوظ ساتلو له اقدامات ته اړتيا ده۔