د هند فاشټ حكومت منطقې سره سره د ګردې نړۍ امن خطر سره مخ كړے ، نړيواله ورورولي دې د كشمير كشالې هواري له كردار ولوبوي۔ ډاكټر عارف علوي

image
APP03-04 ISLAMABAD: September 04 – Envoys-designate of Palestine, Russian Federation, Portugal, Australia and Kazakhstan presenting their credentials to President Dr. Arif Alvi at the Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د هند فاشټ حكومت منطقې سره سره د ګردې نړۍ امن خطر سره مخ كړے دے، نړيواله ورورولي دې د كشمير كشالې په هواري كښې كردار ولوبوي چرته چې د هندي قابضو ځواكونو لخوا د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزۍ روانې دې٬ پاكستان يو سوله ايز هېواد دے او نړيوال امن لپاره ئې ډېرې قربانۍ وركړې۔ اولس مشر دا خبرې د فلسطين، روسيه، پرتګال، آسټراليا او قزاخستان سفيرانو او هائي كمشنرانو سره كړې چا چې د شورو په ورځ په ايوان صدر كښې اولس مشر ملاقات كولو۔ په دې موقع په ايوان كښې د دستورې په مهال دوي اولس مشر ته خپل سفارتي سندونه وړاندې كړل۔ د دې نه پس دوي اولس مشر سره جلا جلا وليدل۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې اولس مشر ووئيل پاكستان ټولو ملګرو هېوادونو سره خپلې اړيكې لا مستحكمول غواړي۔ اولس مشر په نړيوالې ورورولۍ زور راوړو چې ھغوي د كشمير كشالې په هواري كښې كردار ولوبوي چرته چې د هندي قابضو ځواكونو لخوا د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزۍ روانې دي۔ اولس مشر ووئيل نن پاكستان سرمايه كارۍ او كاروبار لپاره ښه ماحول لري٬ هيله لرو چې د دغه هېوادونو سرمايه كار به پاكستان كښې موقعو څخه استفاده وكړي۔ ده د دوه اړخيزه پلاويو د تګ راتګ په حاجت زور رواړلو سره ووئيل دا په اولسي كچه رابطو او قوي سياسي او اقتصادي اړيكو لپاره ضروري دي۔ اولس مشر سفيرانو او هائي كمشنرانو له مباركي وركولو سره هيله څرګنده كړه چې دوي به د دوه اړخيزه اړيكو لا مضبوطيا لپاره كار وكړي۔ په دې موقع د فلسطين سفير احمد جواد امين رابي، د روسيې فېډرېشن سفير ډينيلا وکټورو وچ ګانچ، د پرتګال سفير پالونيويز، د آسټراليا هائي کمشنر ډاکټر جېفري شا او د قزاخستان سفير اکان رحمتلعين خپل سفارتي سندونه اولس مشر ته وړاندې كړل۔ د دې نه وړاندې نوې سفيران او هائي كمشنرانو د ايوان صدر تر مركزي دروازې په بګهۍ كښې راوستلې شول۔ په دې موقع د پاكستان او اړوندو هېوادونو قامي سرودونه وغږولې شول او سفيرانو ته ګارډ آف آنر هم وړاندې كړې شو

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ لائیو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں