د بشري حقونو كونسل لخوا د كشمير شخړې امن ناكه هواري له د غوښتنې هركلے كوو۔وزيراعظم عمران خان

image

اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د اروپائي ائتلاف لخوا د بشري حقونو كونسل كښې د كشمير شخړه د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو٬نړيوال قانون او دوه اړخيزه لوظ نامو له مخې په امن د هوارولو د غوښتنې هركلے كوو۔د زيارت په ورځ خپل ټوېټ كښې وزيراعظم ووئيل د ستمبر په لسمه نېټه د هيومن رائټس كونسل په غونډه كښې د 58 اسلامي هېوادونو لخوا د پاكستان د دريځ او ملاتړ ستائنه كوو۔ده ووئيل دې ملاتړ پھ مقبوضه كشمير كښې د طاقت كارولو مخ نيوي٬محاصره ختمولو٬ د نورو بندېزونو پورته كولو٬د كشميري اولس د حقونواحترام ٬ تحفظ او د كشمير شخړه د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې هوارولو لپاره نړيوالې ورورولۍ له د هند څخه غوښتنو ته تقويت وركړے دے

مضمون کا ماخذ : bolão dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں