وزیراعظم عمران خان د اے اېس اېف اهلكارو لخوا مسافرو سره د بداخلاقۍ د پېښې نوټس واخستو٬ د اړوند چارواكو په ضد د سختې كاروائۍ امر

image
APP77-23 NEW YORK: September 23 - Prime Minister Imran Khan speaking during Secretary-General’s Climate Action Summit at UN Headquarters. APP

اسلام آباد 30 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان د اسلام آباد په نوي هوائي مېدان د اے اېس اېف اهلكارو لخوا مسافرو سره د بداخلاقۍ د پېښې نوټس واخستو سره د اړوند چارواكو په ضد د سختې كاروائۍ امر كړې دې۔ د شورو په ورځ د جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم د ریاض څخه د پېښور د پرواز د پېښې عبوري راپور په ترلاسه كېدو د هوابازۍ ډويژن ته د اړوند چارواكو په ضد د كاروائۍ امر كړې دې او د هوائي مېدان منېجر طاهر سكندر ٬ ډيوټي ټرمينل منېجر ظهر او د ملك اكرم د معطل كولو پشمول د صورتحال په وظيفائي توګه په مخنيوي كښې په پاتې راتللو د دغه چارواكو په ضد د انضباطي كاروائۍ امر كړې دې٬ د اسټېشن منېجر پي آئي اے اسلام آباد پروېز نصير او د ھغه ټوله ډله معطل كولو سره د دوي په ضد د انضباطي كاروائۍ پېل كولو هم امر شوې دې۔ په دې لړ كښې د برېګېډيئر عرفان ظفر په مشرۍ كښې انكوائري بورډ جوړ كړې شوې دې٬ دا بورډ به د پاكستان آرمي اېكټ 1952 له مخې په پېښه كښې د ككړ كسانو په ضد لس ورځو كښې انكوائري بشپړوي۔ سول ایوی اېشن، پي آئي اے او اے اېس اېف ته په سمدستي توګه د وزیراعظم په امر د عملدرامد كولو امر كړې دې

مضمون کا ماخذ : quina acumulada
متعلقہ مضامین
مزید خبریں