وزيراعظم د يوم آزادي په مبارکۍ وركولو د متحده عرب امارات د خپل همڅنګ مننه وكړه

image

اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د متحده عرب امارات خپل همڅنګ شېخ محمد بن راشد المکتوم د يوم آزادۍ په موقع په مباركۍ وركولو د ھغه مننه كړې ده۔ ده ووئيل امن، پرمختګ او د خوشحالۍ سفر كښې تل د پاكستان په څنګ كښې په ودرېدو د يو اے اي د قيادت او عزت مآب منه كوم٬ زه باور لرم چې په ګډه كار كولو سره مونږ د دې اولس زرين سباٶن جوړولې شي۔ د متحده عرب امارات وزيراعظم شېخ محمد بن راشد المکتوم د مباركۍ د پېغام په ځواب وزيراعظم پخپل آفيشل ايکس اکاؤنټ ليكلي دي چې د پاکستان او متحده عرب امارات ورورولي زنده باد۔ د متحده عرب امارات وزيراعظم د يوم آزادۍ په موقع د پاکستان قيادت او اولس له مباركي وركولو سره د دوه اړخيزه اړيكو قوي كولو٬ د پرمختګ نوې لارې لټولو او خوشحالۍ او كاميابۍ سباون جوړولو لپاره په ګډه د كار كولو له د خپل هېواد د عزم پخلے كړے

مضمون کا ماخذ : پیش گوئی اور حکمت عملی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں