وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرسيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ټويټ

image

اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرسيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د پيپلز ګوند نه اولس مايوسه شوے٬ د مورثي سياست وارثان په كرپشن د جوړ كړې شوي ميراث او د دې د تحفظ فكر لري٬ بلاول صاحب ستاسو جمهوريت د قوم مال الوزول او بهر وړل دي٬ په سندھ كښې ستاسو 11 كلن كرپټ راج د غړيب اولس حقونه تښتولي دي٬ِ د مودي تور او يو اړخيزه اقدامات نړۍ رد كړي دي٬ په سلامتي كونسل كښې د كشميريانو غږ د هند ماتې ده۔ هغې دا خبرې د اتوار په ورځ په خپل يو ټويټ كښې وكړې۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې بلاول صاحب تا نن هم په كشمير كاز سياست كړے٬ د عظيم كشميريانو د هڅو ستا د ابو بچ كولو كمپائن سره كومه موازنه ده۔ هغې ووئيل چې بلاول صاحب ستاسو جمهوريت د قوم مال الوزول او بهر وړل دي٬ په سندھ كښې ستاسو 11 كلن كرپټ راج د غړيب اولس حقونه تښتولي دي۔ هغې ووئيل چې كراچې د ناولتيا ځائ جوړ شوے او ستاسو د حكومت د كاركردګې قيمت د سندھ بې ګناه ماشومان خپل ژوند دلاسه وركولو سره ادا كوي۔ د وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د پاكستان روښانه څېره ده٬ په هغه نه د كوم كرپشن داغ شته او نه ستاسو د كورنۍ په شان د قوم مال غړپ كولو سره د دولت جمع كولو لالچ لري۔ هغې ووئيل چې د مودي تور او يو اړخيزه اقدامات نړۍ رد كړي دي٬ په سلامتي كونسل كښې د كشميريانو غږ د هند ماتې ده۔

مضمون کا ماخذ : ڈوپلا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں