اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) د سائنس او ټېكنالوجې وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې د حلوه د مارچ ناكامي د پاكستان كاميابي ده٬ دا مارچ هغه طبقه كوي كومې چې د پاكستان جوړېدو مخالفت كړے و۔ د اتوار په ورځ په ټويټر په خپل پېغام كښې ده ووئيل چې د احتجاج كوونكو بزرګ د قائداعظم اپوزيشن و او نن دا د عمران خان اپوزيشن جوړ شوے۔ وفاقي وزير ووئيل چې د دې طبقې ماتې د پاكستان د سباؤن كنجي ده او انشاءالله دا معامله پاې ته رسېدونكې ده۔