وفاقي وزير محسن نقوي په اسلام آباد كښې په 400 جريبه زمكه د چړيا ګهر او سفاري پارك جوړولو منظوري وركړه

image

اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وګړو ته د نړيوال معيار تفريحي سهولتونه وركولو لپاره په اسلام آباد كښې په 400 جريبه زمكه د چړها ګهر او سفاري پارك جوړولو منظوري وركړې چې پكښې به په مجموعي توګه 5 زره ځناور او مرغۍ ساتلې شي۔ د وفاقي وزير محسن نقوي په مشرۍ كښې د سي ډي اے په هيډکوارټر كښې غونډه وشوه چې پكښې چړيا ګھر او سفاري پارك جوړولو په اړه د تجويزونو جاج واخستلے شو۔ د سي ډي اے چيئرمېن محمد علي رندھاوا د چړيا ګھر او سفاري پارك جوړولو پروژې په اړه بريفنګ وركولو كښې ووئيل په وړومبي پړاٶ كښې به دوه زره ځناور او مرغۍ ساتلې شي۔ په دې موقع وفاقي وزير چړيا ګھر او د سفاري پارك ورلډ ايسوسي ايشن آف زو اينډ ايکوريم كښې د رجسټريشن كولو او د منصوبې په اړه چارې زر تر زره د ترسره كولو امر وكړٶ۔ وفاقي وزير ووئيل ټولو چارو ته دې حتمي شكل وركړے شي٬ په اكتوبر كښې به د چريا ګھر او سفاري پارك د بنياد تيګه اېښودلې شي٬ چړياګهر او سفاري پارك سره به په اسلام آباد كښې سېلګري زياته شي۔

مضمون کا ماخذ : گنہر نا لوٹیریا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں