د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د مختلف مكاتب فكر نمائندګي كوونكو علماكرامو سره خبرې

image
APP44-17 LAHORE: November 17 – President Dr. Arif Alvi addressing delegation of Ulemas representing different sects at Governor House. APP

لاهور 17 نومبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي د اسلام اصل روح رامخې ته كولو په ضرورت ټينګار كولو سره وئيلي دي چې حكومت ناموس رسالت ته د تحفظ وركولو محافظ دے٬ حكومت به د ناموس رسالت او د سپكاوي د قوانينو د غلط استعمال په مخ نيوي كښې موثر كردار ترسره كولو لپاره علماكرامو سره مشاورت كوي٬ علما دې حكومت سره په مرسته كښې دا خبره باوري كړي چې مقدس نظريات په هېواد كښې تنازعات پېدا كولو او امن او امان ته زيان رسولو لپاره نه شي استعمال كېدے٬ سېرت النبي ﴿ص﴾ او اسوه حسنه د خلقو د حقونو او د ټولنې د امن ضمانت وركوي۔ ده دا خبرې د مختلف مكاتب فكر نمائندګي كوونكو علماكرامو سره د خبرو په مهال وكړې كومو چې د خالي په ورځ د لاهور په ګورنر هاؤس كښې ده سره ملاقات وكړو۔ په دې موقع د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور هم موجود و۔ اولس مشر ووئيل چې په ټول هېواد كښې به د مدرسو او جوماتونو د رجسټرېشن عمل د ملكي قوانينو له مخې په سپېځلي ډول زر ترسره كړے شي۔ علامه ايوب صفدر د علماو د پلاوي لخوا باور وركړو چې علما كرام به پاكستان فلاحي رياست جوړولو او په هېواد كښې امن او امان باوري كولو لپاره حكومت سره هر ډول ممكنه مرسته كوي۔ د پنجاب ګورنر په دې موقع ووئيل چې حكومت به د ناموس رسالت پوره تحفظ كوي۔ د اسرائيل تسليم كولو په اړه په كوم تجويز غور نه كېږي۔

مضمون کا ماخذ : پھل اور سات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں