د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار په اسلام آباد كښې د چينائي سفير سره ملاقات كښې خبرې

image
APP36-26 ISLAMABAD: November 26 - Federal Minister for Planning, Development & Reform Makhdoom Khusro Bakhtiyar talking to Ambassador of China, Yao Jing during his visit to Chinese Embassy. APP

اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار وئېلي دي چې د كراچۍ بريد سي پېك ته د زيان رسولو سازش دې٬ هېواد دښمن عناصر سي پیك لپاره د پاكستان دريځ او عزم ته زيان نه شي رسولې٬ټول قام د پاك چين تاريخي اړيكو او د سي پېك بشپړه ملاتړ كوي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ په اسلام آباد كښې د چينائي سفارتخانې دورې په موقع د چين سفير ياؤ جنګ سره ملاقات كښې كړی۔د ملاقات په مهال وفاقي وزير ووئيل چې د كراچۍ د بريد په سختو ټكو كښې غندنه كړی۔د چين سفير د كراچۍ بريد په شنډولو د قانون نافذ كونكو ادارو ته پیرزوينې وړاندې كړی۔وفاقي وزير ووئيل چې د پاكستان حكومت به ټولو چينائي وګړو او سي پیك پروژو ته فول پروف امنيت وركولې شي٬ چې د كراچۍ بريد سي پېك ته د زيان رسولو سازش دې٬ هېواد دښمن عناصر سي پیك لپاره د پاكستان دريځ او عزم ته زيان نه شي رسولې۔وفاقي وزير ووئيل چې تحقيقات بشپړولو سره د بريد منصوبه جوړونكي٬سهولت كار او نورو عناصرو به په سمدستي توګه ګرفتاري عمل كښې راوستلې شي۔ده ووئيل چې ټول قام د پاك چين تاريخي اړيكو او د سي پېك بشپړه ملاتړ كوي۔په ملاقات كښې د سي پیك په پروژود پېشرفت سره سره جے سي سي تيارو جاج واخستلې شو

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے طریقے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں