سندھ كښې اتحادي ګوندونه پي ټي آئي سره ولاړ دي

image
APP66-15 KARACHI: January 15 – Chaudhry Fawad Hussain, Federal Minister for Information and Broadcasting meeting with PTI MPAs & workers at the residence of Haleem Adil Shaikh, Member of Provisional Assembly Sindh. APP

کراچۍ 15 جنوري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دې د اېم كيو اېم پاكستان ٬ ګرېنډ ډېموكرېټك الائنس او سندھ كښې نور اتحادي ګوندونه پاكستان تحريك انصاف سره ولاړ دي۔ دا خبرې وفاقي وزير د نهې په ورځ د پي ټي آئي لارښود حلیم عادل شېخ په استوګنه ميډيا سره خپلو خبرو كښې وكړې۔ وفاقي وزير ووئيل زه حېران يم چې نېب تر اوسه آصف علي زرداري ٬ فريال تالپور او مراد علي شاه نيولې ولې نه دي ولې چې په دې كېس كښې نور تفتيش ته حاجت نشته ٬ رېكارډ هر څه پخپله څرګندوي ٬ ده ووئېل كه د دې پېسو پوښتنه وكړو نو جمهوريت خطر سره مخ كېږي۔ د يوې پوښتنې په ځواب فواد چوهدري ووئيل اوس مهال به څوك پي ټي آئي ولې پرېږدي ځكه چې د پي ټي آئي نه علاوه يو چوائس هم نشته۔ ده ووئيل زما كراچۍ ته په راتګ مخالفې ډله ولې پرېشانه كېږي۔ ده زياته كړه چې پيپلز ګوند له به خپل صوبائي غړي سنبهالول ګران شي٬ چا چې به دا ګڼل چې په سندھ كښې به د پيلز ګوند راج وي ھغوي دې پنجاب نه زده كړه وكړي

مضمون کا ماخذ : مایا کا عروج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں