تېر حكومتونه په 5 كالو كښې معاشي هدفونه تر سره كولو كښې پاتې راغلي

image
APP62-16 ISLAMABAD: January 16 - Federal Minister for Planning, Development & Reform and Statistics Division, Makhdoom Khusro Bakhtiyar interacting with media personnel. APP

اسلام آباد 16 جنوري (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختیار وئيلي دې تېر حكومتونه په 5 كالو كښې معاشي هدفونه تر سره كولو كښې پاتې راغلي وٶ٬ اوسنې حكومت راتلونكو پنځو كالو لپاره يو كروړ كسانو لپاره د روزګار موقعې راپېدا كولو او اقتصادي شرح نمو لپاره كار كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د دولسمې پنځه كلنې منصوبې د جاج غونډې نه پس د خبريالانو پلاوي سره په خبرو كښې وكړه۔ خسرو بختيار ووئيل په دولسمې پنځه كلنې منصوبې جوړولو كار روان دې چې په كښې به اقتصادي او سماجي پرمختګ ته خاص پاملرنه كولې شي۔ ده ووئيل د منصوبې مقصد يو كروړ ملازمتونه راپېدا كول دي۔ ده ووئيل په سركاري ادارو كښې د اصلاحاتو عمل روان دے ٬ د شماریات بېورو ته به بشپړه خپلواكي وركولې شي۔ ده ووئيل ټول حقائق به د اولس په وړاندې كېښودلې شي۔ وفاقي وزير ووئيل په تېر دور كښې حكومت د يوولسم پنځه كلنو منصوبو هدفونه نه دي تر سره كړې ٬ په تېر دور كښې د مجموعي قامي پېداوار اوسط شرح 4.8 فيصده وه٬ كال 18-2017 كښې د پرمختګ شرح 5.8 فيصده ٬ د شپږ مياشتو په بنياد جاري كړې شوې ٬ په تېر مالي كښې په اوو مياشتو د شمېرو په بنياد د صنعتونو د پرمختګ شرح 6.1 فيصده وه او په نظر ثاني شوې جاج كښې د پرمختګ شرح 5.2 فيصده ته راغلې ۔ ده ووېيل د منطقې د هېوادونو په مقابل كښې د پاكستان برآمدات كم دي۔ ده ووئيل برآمدات كښې اضافه د هېواد معيشت لپاره لوي چېلنج دے۔ ده ووئيل د تېرو پنځو كالو په مهال د مجموعي سرمايه كارۍ 22.8 فيصده هدف نه دې ترلاسه كړې شوې كوم چې د هدف په مقابل كښې د جي ډي پي 16.4 فيصده ٶ۔ ده ووئېل اوسنې حكومت به دولسم پنځه كلنه پلان وړاندې كوي كوم چې په آخري پړاٶ كښې دے چې پكښې به د پرمختګ كچه 5.8

مضمون کا ماخذ : بڑا برا بھیڑیا۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں