چيف جسټس ميا ثاقب نثار 65 كاله عمر كښې خپلې چوكۍ څخه رېټائر شو

image

اسلام آباد 17 جنوري (اے پي پي) چيف جسټس ميا ثاقب نثار 65 كاله عمر كښې د خپلې چوكۍ څخه رېټائر شوے۔ دهغه 2 كاله 18 ورځې په دې مهمه چوكۍ خذمات ترسره كول۔هغه د خپلو ذمه وراو په آخري ورځ هم بينچ ون كښې د 8 مقدمو سماعت وكړو۔دا خبره دې ياده وي چيف جسټس ميا ثاقب نثار په 31 دسمبر 2016 د خپلې چوكۍ سوګند پورته كړی ؤ ۔په دې مهال هغه 43 ازخود نوټسز اخستي چې پكښې ګڼ ترسره شوي ٬ چيف جسټس د فل كورټ ريفرنس نه پس د پرېس اېسوسي اېشن په بلنه د هغوي دفتر ته لاړ۔په دې موقع جسټس عمر عطاﺀ بنديال٬جسټس منظور ملك٬ جسټس سردار طارق مسعود٬جسټس اعجازالاحسن٬جسټس مظهر مياخيل هم د ده سره وو۔په دې موقع چيف جسټس ته د ګلونو ډالۍ هم وركړې شوه۔چيف جسټس د خپلو ملګرو مننه وكړه۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د چيف جسټس په حېث ما چې كوم اقدامات كړي هغه ټول د اولس په ګټھ دي او دې سره سره چا سره هم د فرق سلوك نه دې شوې۔زه د خبريالانو هم مننه كوم٬په دې موقع چيف جسټس پرېس ممبرانو له د كاركردګۍ سرټيفيكسټ هم وركړل

مضمون کا ماخذ : منی ٹرین 2
متعلقہ مضامین
مزید خبریں