قانون ته ټولو له ځواب وركول دي۔ د ساهيوال په پېښه د پلټنيو شريكې ډلې راپور راتلو سره به فوري كارروائي كولې شي۔ وزيراعظم عمران خان

image

اسلام آباد ۔20 جنوری(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي قانون ته به ټولو له ځواب وركول وي او د پلټنيو شريكې ډلې راپور راتلو سره به سمدستي كارروائي كولې شي۔ د ځپلې شويو بچو خيال ساتل د رياست ذمه واري ده۔ د اتوار په ورځ د سماجي رابطې په وېب سائټ ټويټر ساهيوال كښې تېره ورځ د رامخې ته شوې پېښې په اړه خپل ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل په خپلو سترګو د مور او پلار په ګولو ويشتل كېدل ليدونكو ماشومانو حالت كتلو سره تر دې دمه خفګاني كېفيت كښې يم۔ داسې صورتحال د كوم هم مور پلار لپاره ډېر زيات تكليف وركوؤنكې وي۔ وزيراعظم ووئيل د ځپليو ماشومانو خيال ساتل د رياست ذمه واري ده۔ وزيراعظم ووئيل سي ټي ډي د ترهګرۍ په ضد ښه كارونه كړې دي ولې ټولو له به د قانون ځواب كول وي۔ وزیراعظم ووئيل د پلټنيو شريكې ډلې (جے آئي ټي) راپور راتلو سره به سمدستي كارروائي كولې شي۔ ده ووئيل د خپلو ټولو وګړو حفاظت د حكومت تر ټولو لومړۍ ترجيح ده

مضمون کا ماخذ : سندھ لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں