د امن حاجت لرو د مرستې نه۔ پاك امريكا اړيكې د وخت ضرورت دي۔ مخالفه ډله دوه مخيزې كردار ترسره كوي۔ مركز كښې د مخالفې ډلې مشر د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ چيئرمېن جوړول غواړو ولې سندھ كښې نه۔ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي ميډيا سره خبرې او اولسي غونډو ته خطاب

image
APP35-27 MULTAN: January 27 - Foreign Minister Makhdoom Shah Mahmood Qureshi addressing a public gathering at Tatepur. APP

ملتان ۔27جنوری(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي مونږ منطقه كښې امن ته اړتيا لرو مرستې ته نه۔ مونږ سوال ګري نه يو وقار لرونكې اولس يؤ۔ د قومونو يو وقار وي۔ دورې مو پېسو له نه امن لپاره كړي دي۔ پاک امریکه اړيكې د وخت ضرورت دي او امريكا سره اړيكې ښه كول زمونږ سفارتي كاميابي ده۔ قوم ته به راروانو څو ورځو كښې نورې خوشخبرۍ وركړو۔ مونږ به امريكا سره د خپلو اړيكو ښه كولو كښې كامياب شوو۔ د عمران خان حكومت د هېواد د ګټو به سودا نه كوي۔ هند سره به د اوبو مسئلو په شمول به ټولو مسئلو خبره كېږي۔ ملتان كښې ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل افغانستان كښې امن زمونږ ضرورت دے۔ افغانستان كښې كه امن وي نو پاكستان كښې به هم امن وي۔ ده ووئيل مونږ افغانستان كښې د يو ارب روپو سرمايه كاري كوو۔ افغان اولس ته به ډېر زر د روغتون ډالۍ وركړو۔ ده ووئيل افغانستان او امريكا مو د مذاكراتو مېز ته راوستلي۔ پاكستان خپل كردار ترسره كړې۔ ده ووئيل منطقه كښې امن لپاره مو ستراتيجيكي دورې كړې دي۔ بيجنګ ٬ کابل، ایران ، افغانستان او روسيه ته تلې ووم۔ ده ووئيل د وزيراعظم د قطر دوره كاميابه وه۔ بل سبا زه عمان ته روان يم۔ ده زياته كړه چې په 3 فرورۍ به لندن ته ځم۔ ده ووئيل د پاكستان حكومت دا ځل د كشمير يو والي ورځ لندن كښې د لمانځلو اعلان كړې دې۔ دغسې چې د كشمير په مسئله د نړۍ اوده ضمير بېدار كړې شي۔ ده ووئيل د فرورۍ په 5مه نېټه به د كشميريانو غږ پورته كومه او د پاكستان دريځ به په بشپړه ډول وړاندې كومه۔ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي ټاټې پور كښې اولسي غونډې ته خطاب كښې ووئيل د هېواد دا بدقسمتي پاتې شوې چې په تېر دور كښې تر څلورو كلونو خارجه وزير څخه محروم وو۔ د پاكستان امريكا ٬ افغانستان ٬ سعودي عربستان او ايران په شمول د منطقې ډېرو هېوادونو سره اړيكو كښې تعطل رامخې ته شو۔ د كوم زيان چې د تحريك انصاف حكومت پورته كړو۔ مونږ د خپل دريځ وړاندې كولو او د منطقې هېوادونو سره اړيكو ښه كولو كښې ستونزو سره مخ شوو۔ ده ووئيل زمونږ د غوره خارجه پالېسۍ په سبب منطقې هېوادونو سره اړيكې مخ په ښه كېدو دي۔ د پاكستان بشپړه دريځ په ټوله نړۍ كښې وړاندې كوم۔ ده ووئيل د شين پاسپورټ عزت به په ځائې كوم۔ د پاكستان وقار به په نړيواله كچه پورته كوم۔ پارلماني سېكتر مخدوم زاده زېن حسېن قرېشي او نور شخصيات هم ده سره وو۔

مضمون کا ماخذ : números quina hoje
متعلقہ مضامین
مزید خبریں