پارلمانې غړو له به د عام وګړي حالت ښه كولو لپاره قانون سازي كول وي۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر

image

پېښور 30 جنوري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي اولس مونږ خدمت لپاره صوبائي ٬ قامي اسمبليو او سېنېټ ته رسولي يو چې دغسې د دوي د هيلو له مخې قانون سازۍ سره نه يوازې د هېواد پرمختګ له خپل كردار ترسره كړو بلكې د اولس په ژوند كښې اسانيې راولو۔ ده دا خبرې خېبر پښتونخوا سره تعلق لرونكو سناتورانو٬ د قامي اسمبلۍ غړو او د خېبر پښتونخوا وزيرانو او د صوبائي اسمبلۍ غړو سره خبرو كښې وكړې كومو چې ده سره د پارلمان په ودانې كښې ملاقات كولو۔ سپيكر ووئيل اولس مونږ په خپل ژوند كښې بدلون راوستلو٬ د ترهګرې څخه پاك او سوله ايز هېواد جوړولو او معاشي پرمختګ لپاره دلته راستولې يوو۔ ده ووئيل هغو قامونو پرمختګ ونه كړې شو كومو چې د خپل اولس ژوند خوشحالولو لپاره ذريعې پېدا نه كړې۔ ده ووئيل د سي پېك پروژو د لارې به په څلورو واړو صوبو كښې يو ډول پرمختګ راشي او د روزګار موقعې به راپېدا شي۔ اسد قېصر ووئيل صوبو ته د دوي جائز حقونه وركولو سره د وړو صوبو د محرومې احساس ختمېدې شي او د پرمختګ په سفر كښې به ټول په ګډه خپل كردار ترسره كړې شي۔ ده ووئيل ټول قام د ترهګرې خاتمې لپاره قربانې وركړې او په خاص توګه په خېبر پښتونخوا كښې داسې كور نشته كوم چې په مالي او ځاني توګه د قربانې نوې باب ئې نه وي رقم كړې۔ په دې موقع د خېبر پښتونخوا د خزانې وزير تېمور سليم خان غونډه خېبر پښتونخوا ته د ترلاسه كېدونكې نېټ هائيډل پاور پرافټ د تفصيلاتو نه خبره كړه۔ په غونډه كښې د مذهبي چارو وفاقي وزير نورالحق قادري٬ په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر سناتور شبلي فراز٬ د خېبر پښتونخوا د وزيراعلٰي خاص مرستيال عبدالكريم٬ د قامي اسمبلۍ غړو٬ علی خان جدون،محمد بشیر خان،حیدر علی خان،ملک انورتاج،صاحبزادہ صبغت اللہ، انجینر عثمان خان ترکئی،محمد یعقوب شیخ، نفیسہ عنایت اللہ خان خټك،پرنس محمد نواز الائی،محمد اقبال خان٬ شاندانه خان،ظل هما،سناتورانو ایوب آفریدی،اورنګزیب خان،نعمان وزیر خان خټك،محمد علی سیف،حاجی مومن خان آفریدی،،ثمینه سعید،سید زین اللہ شاہ او نورو ګډون وكړو

مضمون کا ماخذ : لکی لیڈیز چارم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں