د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د فيډرل بورډ آف ريونيو اصلاحاتو په اړه غونډه

image
APP101-30 ISLAMABAD: January 30 - Prime Minister Imran Khan chairs meeting on FBR Reforms at PM Office. APP

اسلام آباد 30 جنوری (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي ايف بي آر كښې اصلاحات كول د حكومت د تږ لارې مهمه برخه ده٬تير وخت كښې اولس او په خاص توګه بزنس كميونټي د ټيكس چارواكو د اړخه تنګول ٬ د ټيكس وصوليو كړكيچن عمل ٬ كرپشن او ټيكس څخه جمع شوې روپۍ د حكمرانانو ذاتي استعمالولو پھ وجه د عامو وګړو په ټيكس نظام او ايف بي آر باور ختم شوې ٬ كوم چې بحالولو ته اړټيا لري ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ وزيراعظم آفس كښې فېډرل بورډ آف ريونيو كښې اصلاحاتو په اړه د غونډې مشرۍ كولو سره وكړه۔په غونډه كښې د خزانې وزير اسد عمر٬د محصولات دوهم وزير حماد اظهر٬د اېف بي آر چيئرمېن جهانزېب خان او نورو افسرانو ګډون وكړو۔د اېف بي اے چيئرمېن وزيراعظم ته د پاكستانو وګړو په بهر هېواد كښې جائيدادونه په ګژته كړل او هغه له يې د ټېكس وصولۍ لپاره په شوو اقداماتو بريفنګ وركړو۔وزيراعظم ته ووئيل شول د بېلو ادارو د بهر هېوادونو څخه شوو لوظ نامو او معلوماتو بېلو ذريعو څخه د موجودو اثاثو تفصيلات ترلاسه كېږي۔د ترلاسه شوو معلوماتو تفصيلي جاج اخستلو نه پس د قانون له مخې د ټېكس وصولۍ لپاره ګڼو كسانو ته نوټس جاري كړې شوې۔د اېف بي آر چيئرمېن ووئيل د بهر هېوادونو جائيدادونو په اړه د بېلو كيسونو پلټنو او هغه زر تر زره بشپړولو په غرض د هېواد په لويو ښارونو كښې آف شور ټېكسېشن كمشنرېټ جوړ كړې شوي۔وزيراعظم په بهر هېوادونو كښې د اثاثو په اړه كيسونه زر تر زره تر منطقي انجام رسولو له سپارښتنه وكړه۔په غونډه كښې د نان فائلرز او په لويه كچه د ټېكس بچ كوونكو د ټېكس په نېټ كښې شاملولو له په شوو اقداماتو تفصيلي بريفنګ وركړی شو۔وزيراعظم ته د اېف بي آر تنظيم نو او د ادارې افرادي قوت حاجتونو پوره كولو٬د ادارې څخه د كرپشن ختمولو٬د ټېكس چارواكو د كار استعداد زياتولو٬د افسرانو كاركردګۍ باقاعده جاج اخستلو سره د ټېكس وركولو عمل لا آسانولو او د ادارې مجموعي كلتور بدلولو له په اقداماتو تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔وزيراعظم ته ووئيل شول د ادارې تنظيم نو كار به په يو څو اونو كښې پېل شي كومې لپاره چې كوټلې پلان مرتب كړی شوې۔وزيراعظم ته ووئيل شول د اولس آسانيو لپاره په سمدستي توګه نوې وېب پاڼه جاري كولې شي او د آسانيو ډسك به جوړولې شي۔د ادارې كاركردګي ښه كولو او سپيځلتيا باوري كولو له به د انټرنل آډټ څانګه اېف بي آر څخه جلا كولې شي۔غونډې ته خپل خطاب ګښې وزيراعظم ووئيل په اېف بي آر كښې اصلاحات٬د حكومت د اصلاحاتي ايجنډې مهمه برخه ده۔ده ووئيل له بده مرغه تېرو حكومتونو په هېواد كښې د ټېكس نظام كښې خرابي لرې كولو او د ټېكس بيس زياتول نظرانداز كړي۔وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې اېف بي آر دې د ټېكس لويو غلو څخه ټېكس ريكوري او نان فائلر د ټېكس په نېټ كښې شاملولو ته پام لرنه وكړي۔په بې نامي جائيدادونو خبره كولو سره وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې د اړوند قانون ترمخه د رولز جوړولو عمل دې زر تر زره بشپړ كړی شي

مضمون کا ماخذ : ولف گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں