د پنجاب ګورنر سره د دفاع وزير پروېز خټك او نعيم الحق ملاقات قوم د پاكستان وسله والو ځواكونو سره لكه د غر ولاړ دې۔ د دښمن د هر سازش به په بشپړه توګه مقابله كولې شي۔ چوهدري محمد سرور

image

لاهور۔10 مارچ(اے پی پی) د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور سره د دفاع وفاقي وزير پروېز خټك او د وزيراعظم خاص مرستيال نعيم الحق ملاقات وكړو۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې د پنجاب ګورنر ووئيل بی جے پی په خپل انتخابي كمپائن كښې د هندي عسكرو عكس او د وسلې نمائش كولو سره نړۍ ته خپله اصلي څېره په ډاګه كړې ده۔ په مقبوضه کشمیر كښې په هندي رياستي ترهګرۍ د بشري حقونو تنظيمونو او نړيوالو ادارو خاموشۍ حېرانه او پرېشانه كړې يم ٬ نړۍ دې د هندي رياستي ترهګرۍ زر تر زره نوټس واخلي۔ ټول قام لكه د غر خپلو وسله والو ځواكونو سره ولاړ دې۔ ددښمن د هر سازش مقابله به كولې شي۔ د تفصيلاتو ترمخه د اتوار په ورځ ګورنر هاؤس لاهور كښې د پنجاب ګوزنر چوهدري سرور سره د دفاع وفاقي وزير پروېز خټك او د وزيراعظم خاص مرستيال نعيم الحق ملاقات كښې د پاك هند ترمينځھ د تاؤ تريخوالي په وضعه او د سيمې صورتحال په شمول په سياسي ٬ حكومتي او نورو چارو خبرې وشوې۔ د دفاع وفاقي وزير پروېز خټك د پنجاب ګورنر د پاك هند ترمينځھ د تاؤ تريخوالي وضعې ختمولو له د پورته كېدونكو ګامونو په اړه خبر كړو۔ د پنجاب ګورنر د هندي جارحيت په سم ځواب كولو د پاك پوځ او پاك هوائي ځواك ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره ووئيل اوس دې د هند په شمول كوم هم هېواد شك و نه كړي چې د پاكستان دفاع په مضبوطو لاسونو كښې ده او پاكستان د خپلې خاورې د يوې يوې برخې دفاع كولې شي۔ ده ووئيل پلوامه پېښه يوه بهانه ده په اصل كښې د مودي مقصد په ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كولو له خپل اولس بې لارې كول دي۔ ده ووئيل هند په مقبوضه كشمير كښې په تش لاسې كشميريانو چې كوم ډول رياستي ترهګري كوي ډېره شرمناكه ده او د ملګرو ملتونو په شمول ټولې نړيوالې ادارې دې ددې فوري نوټس واخلي او د هند رياستي ترهګري دې بنده كړې شي۔ ده ووئيل پاكستان اوس هم كشمير خپل شه رګ ګڼي او د آزادۍ هڅو كښې د كشميريانو ملاتړ كوي۔

مضمون کا ماخذ : تھور میگا ویز کی طاقت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں