وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار او د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داؤد په مشرۍ كښې د سي پیك بزنس كونسل وړومبۍ غونډه

image

اسلام آباد 05 اپرېل (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او د اصلاحاتو وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داؤد په مشرۍ كښې د سي پیك بزنس كونسل وړومبۍ غونډه وشوه۔په دې موقع د منصوبه بندۍ وزير ووئيل چې د دې فورم د جوړېدو مقصد د سوداګرو او حكومت ترمينځه د رابطو سره سره د پاكستان او چين ترمينځه صنعتي مرسته زياتول دي٬د صنعتي مرستې د لارې مهم تجارتي عدم توازن٬زرعي مصنوعاتو لپاره تر ماركيټ رسنې او د دواړو هېوادونو ترمينځه بزنس ټو بزنس مرستې ډاډګيرنه كول دي۔مخدوم خسرو بختيار ووئيل د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ منصوبې د كار دائره صنعتي او زرعي مرستې سره سره سماجي او اقتصادي پرمختګ٬تجارت او تر ماركيټ رسنې پام لرنې كولو سره دې ته پراختيا وركول دي٬وفاقي وزير ووئيل ترجيحي څانګو كښې د شريكو پروژو د لارې د ووكېشنل تربيې استعداد زياتولو٬د اېس اېم اي په مرسته او د پاكستان صنعتي استعداد ته خاص پام لرنه شوې۔د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد ووئيل د سي پېك ترمخه د انفراسټركچر او توان آرلي هارويسټ په منصوبو عملدرآمد سره به صنعتي مرستې سره برآمدات ته وده ترلاسه شي۔ده ووئيل مونږ د سي پیك په دوهم پړاؤ كښې يو۔ده ووئيل د څيزونو جوړولو سره برآمد كولو ته حكومت پام لرنه كوي۔دې سره به د پاكستان تجارتي خساره كمه شي۔د دې څخه وړاندې د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن هارون شريف د كونسل په وړومبۍ غونډه كښې د ګډون كونكو هركلے وكړو۔ده په غړو زور راوړو چې په دې لړ كښې كوټلې تجاويز وړاندې كړي۔د كونسل سېكتر د كونسل غړو ته په خاص اقتصادي زونز د پیشرفت او صنعتي مرستې لپاره په مراعاتي

مضمون کا ماخذ : números quina hoje
متعلقہ مضامین
مزید خبریں